د لاس رسي وړ اتصالات

لاس انجلس ټایمز: پاکستاني قاچاقچیان افغانستان ته د بم جوړونې وسایل رسوي


لاس انجلس ټایمز: پاکستاني قاچاقچیان افغانستان ته د بم جوړونې وسایل رسوي
لاس انجلس ټایمز: پاکستاني قاچاقچیان افغانستان ته د بم جوړونې وسایل رسوي

<!-- IMAGE -->

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکی په هفته کی دوه ځله دلاریو موټرونو کاروان د شپې په تیاره کی له پیښور څخه وځي او د افغانستان خاوري ته ننوځي.

په دې لاریو کید امونیم نایټریټ کېمیاوی سره باروي چی طالبان د بمونو د جوړولو دپاره تر بل هر څه زیات ضرورت ورته لری.

هر وخت چی د لاریو دغه کارواند پاکستان له خاوري څخه حرکت کوي نو د پاکستان او افغانستان پر پوله باندید پاکستانی پولیسو له پوستو څخه بې تلاشیو تیریږي. پولیسو، سیاستمدارانو او عالی رتبه مامورینو ته پیسې ورکول کیږي او دغه مواد بالاخره د افغانستان خاوري ته رسول کېږي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وایی هغه اندازه امونیم نایټریټ چی له دغی لاری افغانستان ته په قاچاق وړل کېږی بېحده زیات دي. ځکه چی په هر کاروان کی دوولس لاری موټرونه وي .

په هره لاری کی ١٣٠ بوجی باروي، هره بوجی ١١٠ پونډه وزن لری او په دې حساب په هر کاروان کی ٨٥ ټنه کېمیاوي سره په قاچاق افغانسنتان ته وړل کېږی. دغه کاروانونه په هرو دریو شپو کی یو ځل حرکت کوی.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د دغه کاروبار د یوه څښتن له قوله ، چی د روځپاڼی سره یې دنامه د نه یادېدلو په شرط خبری کړي دي، وایی زه پوهېږم چی دغه مواد د امریکایی عسکرو د وژلو لپاره وړل کېږی.

مگر په قبایلی علاقه کی خلک پرته له دغه بله لاره نه لری. که دوی موږ تهد پیسو د جوړولو لپاره بله لاره وښیی موږ به دغه کارپرېږدو.

ورځپاڼه وایی په افغانستان کی د امریکا عسکرو ته د سړک د غاړي بمونه تر هر څه خطرناک دی، او له هرو پنځو تنو څخه یې درې تنه د سړک د غاړی د چاودنو د لاسه وژل کېږی.

د امریکا استخباراتی منابع وایی د اوزبکستان او اېران په شمول د سیمی نور هیوادونه هم امونیم نایټریټ سره جوړوي، مگر افغانستان ته دغه مواد یوازي د پاکستان له لاری ورځی.

پاکستان هر کال ۴٩٦ زره ټنه امونمی نایټریټ جوړوی او د چین، جرمني او سویډن په شمول یو شمېر نورو هیوادونو څخه یې هم واردوی. د متحده ایالاتو مقاماتو د پاکستان له حکومت څخه غوښتی دی چی د امونیم نایټریټ جوړول بند کړي او د هغه پر ځای د سری دپاره د یوریا څخه کار واخلی، چی د بمونو په جوړولو کی کار نه ورڅخه اخیستل کېږی، خو د پاکستان مقامات وایی چی د امونیم نایټریټ د جوړولو بندول د هغه هیواد هر تولیدونکي ته په سل هاوزره ډالره تاوان رسوی.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وایی تر څو چی په پاکستان کی امونیم نایټریټ په قانونی توگه تولیدېږی نو په افغانستان کی به د امریکا عسکر دغه ستونزه لری ځکه چی دغه خطرناک مواد د پاکستان د پولیسو د فاسدی ادارې څخه ترېږی او افغانستان ته ننوزی. د خیبر په دره کی د کاروبار یو څښتن وایی موږ پر هره لاری موټر باندی تقریبا اته سوه دېرش ډالره رشوت ورکوو . ددې پیسو څخه څلوېښت فیصده د پولیسو او باقی پاته د ملکی مامورینو لاس ته ورځی. دی وایی پولیسو هیڅ وخت دده د امونیم نایټریټ گودامونه نه دي تلاښی کړی. په پېښور کی یو څو تنه د پولیسو مامورین زموږ په کاروبار خبر دي او موږ هغوی ته رشوتونه ورکوو.

ورځپاڼه د خیبر په دره کی د امونیم نایټریټ د کاروبار د یوه څښتن له قوله وایی حتی که د پاکستان مقامات د امونیم نایټریټ د قاچاق د مخنیوی دپاره اقدامات هم وکړي دی گومان نه کوی چی دوی به ددغه کاروبار مخه ونیولای سی. د یوایی د پاکستان په قبایلی علاقه کی قاچاق د ژوند یوه لاره ده او دپولیسو او مامورینو دپاره چی په دغه لاره کی یې د رشوت اخیستلو سره عادت نیولی دی، دا ډېره گرانه ده چی ډېر ژر به نوې پاڼه راواړوی. د امونیم نایټریټ د کاروبار او قاچاق یو څښتن وایی هیڅ وخت پولیسو د د وی د فعالیت مخه نه ده بنده کړې.

د بلې خوا د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د شنبې د ورځی په گڼی کی لیکی چی د پاکستان د استخباراتو یو پخوانی مامور، چی د طالبانو او القاعده سره یې ژور اړېکی درلودل، د جمعې په ورځ په قبایلی علاقه کی مړ پیدا سوی دی.

د استخباراتو ددغه پخواني مامور خالد خواجه مړی د وزیریستان په علاقه کی د میرعلی او میرانشاه ترمنځ پیدا سو. د هغه زوی اسامه خالد دغه رپوټ تایید کړی دی.

د اته پنځوس کلن خالد خواجه وژل کېدل دا ښیی چی د افغانستان او پاکستان پر پوله باندی د توندرو شبکو او مقاماتو ترمنځ اړېکی څونه پېچلي سوي دی. ښاغلي خواجه د ١٩٨٠ په لسیزه کي ، چی متحده ایالاتو د شورویانو په مقابل کی د مجاهدینو سره مرستی کولې، د پاکستان د پوځ او توندروانو ترمنځ د اړېکو د ساتلو یوه کړۍ وه. مگر د کلونو په تېرېدلو سره د توندورانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ اړېکی خراب سول.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی د ښاغلي خواجه له مړي سره پر یوه کاغذ باندي لیکل سوي وه چی هغه ځکه ووژل سو چی په اسالام اباد کی یې د لال جومات د محاصرې په وخت کی د حکومت طرفداري وکړه. فکر کېږی چی ښاغلي خواجه د توندورانو یو مشر دې ته تشویق کړ چی په چادري کی له جومات څخه ووزی او کله چی هغه دباندی ووت نو پولیسو گرفتار کړ.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی ښاغلی خواجه د امریکا ډېر سخت مخالف وو او په افغانستان او عراق کی یې له جنگونو سره ډېر ټینگ مخالفت ښودلی وو. هغه د ډسامبر په میاشت کی په اسلام اباد کی په خپل کور کی اعلان وکړ چی زموږ حکومت د امریکایانو په لاس کی دی او دا ټولی خرابی له دغه امله پېښی سوي دي. ده پر دې خبری افسوس کاوه چی خلک امریکا ته د هغود بمباریو له امله هیڅ نه وایی او ځان مرگي ځکه د بمونو أملې کوی چی د هغوی سره بې عدالتی سوې ده او چا یې پر چیغو غوږ نه دی نیولی. ده ادعا کوله چی د عربو یوې کورنۍ ته یې چی پلار یې په افغانستان کی وژل سوی دی ځای ورکړی دی. د ښاغلي خواجه زوی اسامه وویل زما پلار د شهادت ارزو درلوده اوځکه خوشبخته دی چی د زړه ارمان یې پوره سو.

XS
SM
MD
LG