د لاس رسي وړ اتصالات

په نیویارک کې د خونړۍ چاودنې مخنیوی وشو


<!-- IMAGE -->

د نیویارک د ښار پولیسو یو موټر بم له چاودېدو مخکې کشف کړی دی. د نیویارک ښاروال وايي که چاودنه شوې وای، "ډیره خونړۍ" به وای.

د نیویارک د ښار مسؤلینو د ټایمز څلور لاری چی د بم د ویری یی تړلې وه بیرته د خلکو په مخ خلاصه کړه.

د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرگ وایی چی کیدای شوای ډیر وژونکی حادثه مینځ ته راغلی وای.

نیویارک ټایمز د نیویارک د پولیسو د ویاند په قول لیکلی کله چی دغه موټر کشف شو بم نژدی و چی وچوی خو هغه عوارض یی وکړل او ونه چاودید.

کله چی یو سپورتی مشکوک موټر چی چاودیدونکی مواد پکی وو ومیندل شو نو د بم د خنثی کولو عمله ورولیږل شوه .

د نیویارک ښاروال وایی چی چارواکي نه پوهیږی چی په دی دسیسه کی چا لس درلود خو د اف بی آی او نوری اداری د پیښی تحقیقات کوي.

د امریکا جمهور یس براک او باما د نیویارک د ښار د پولیسو د پر وخت اجراءیات وستایل.

د نیویارک والی یو خبرلیک خپور کړ او دغه پیښه یی یو ترورستی عمل وباله.

د IntelCenter په نامه کمپنئ چی د ترورستی ډلی مطالعه کوی وایی چی لا ډیر وختی دی چی وویل شی په دی پیښه کی کومی جهادی ډلی او که کومی کورنۍ دلی یا هم کوم فرد پکی لاس درلود.

د یوه بل خبر له مخې، د ایران جمهور ریس محمود احمدی نژاد نیویارک ته د رسیدو په حال کی دی تر څود اټومی وسلو د نه خپرولو د تړون په اړه په یوه کنفرانس کی برخه واخلی.

<!-- IMAGE -->

ټاکل شوی چی ښاغلی احمدی نژاد سبا ته د ملگرو ملتونو په مقر کی د دی یو میاشتني کنفرانس په لومړی ورځ گډونکونکو ته وینا واوروي.

همدا شان توقع کیږی چی هغه به د یورانیمو د غنی کولو په اړه د ایران د حق دفاع وکړی او د دی تړون په اړه به د یو لړ بدلونونو وړاندیز وکړی.

ښاغلی احمدی نژاد مخکی له دی چی د تهران نه د واشنگټن په لور روان شی د اټومی وسلو د جوړولو او ذیرمه کولو له امله انتقاد وکړ.

ایران هغه ملک دی چی د اټومی وسلو د نه خپرولو تړون یی لاسلیک کړی دی.چی د دی تړون له مخی په نړی کی د اټومی وسلو د نه خپرولو څارنه کیږی.

خو امریکا په ایران تور لگولی چی غواړی په پټه اټومی وسلی جوړی کړی. امریکا او انډیوال ملکونه یی غواړی چی ملگری ملتونه په ایران باندی د څلورم ځل لپاره بندیزونه وضع کړی تر څو ایران د یورانیمو د غنی کولو نه لاس واخلی.

XS
SM
MD
LG