د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ: د ایتلاف په ډزو کې ماشومان وژل شوي


کونړ: د ایتلاف په ډزو کې ماشومان وژل شوي
کونړ: د ایتلاف په ډزو کې ماشومان وژل شوي
<!-- IMAGE -->

د کنړ چارواکي وايي ، په دغه ولایت کې لږترلږه اته ماشومان دايتلافي قواووپه پريوتي توغوندي وژل شوي اوزخميان شوي دي.

ځايي چارواکي وايي ددغوقواوو يو توغندی داستوګنې پريو کور پروتی. ايتلافي قواووې له مخالفينو سره نښته مني خو دملکي وګړيو دمرګ ژوبلې په اړه چوپه خوله دي.

دکونړ امنيه قوماندان جنرال خليل الله ضيايي ديکشنبې په ورځ مطبوعاتو ته وويل چې جګړه غرمه مهال دايتلافي قواوواو مخالفينو تر منځ دکونړ ولايت دوټه پور په ولسوالۍ کې رامنځته شوه دکونړ امنيه قوماندان وويل دامريکايي ځواکونو يوه مرمۍ داستوګنې پر يوه کور پريوتې چې دوه ماشومان يېووژل او ديوې ميرمنې په ګډون شپږ تنه نوريې زخميان کړل.

ضيايي وويل دامريکا په مشرۍ بهرنيو قواوو منلې چې ددوې يوه مرمۍ داستوګنې پر يو کور پريوتېخودوې دملکي وګړيو دمرګ ژوبلې په اړه له څه ويلو ډده کوي.

دجلال اباد په هوايي ډګر کې دامريکا په مشرۍ دبهرنيو قواوو مطبوعاتي دفتر هم ومنله چې په کونړ کې يې له مخالفينوسره نښته شوې خو دوې دملکي کسانو له مرګ ژوبلې بې خبري وښوده.

دا لومړې ځل نه دې چې په دغه ولايت کېدمخالفينو او ايتلافي قواوو په جګړه کې ملکي کسانوته زيان اوړي تر دغې پېښې شاوخوادوه کاله وړاندې هم په دغه ولايت کې دمخالفينو دتوغوندي په يوبريد ترلسوزيات دښوونځيوماشومان مړه اوزخميان شول.

دوه ورځې وړاندې په جلال ابادکې د بهرنيو قواوو په يولړعملياتوکې دولسي جرګې د غړې صفيې صديقي دکورنۍ يو غړې وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG