د لاس رسي وړ اتصالات

خوست وال ناامنیو اندیښمن کړي


خوست وال ناامنیو اندیښمن کړي
خوست وال ناامنیو اندیښمن کړي
<!-- IMAGE -->

د خوست يو شمير اوسيدونكې پدې ولايت كې دجنايي او امنيتي پېښو زياتوالي انديښمن كړيدي .

اصلي اندیښنه دا ده چې د ناامنیو لمن اوس تر ښار پورې راغځيدلې ده. دوی په سيمه ايزو امنيتي چارواكو انتقاد كوي چې دامنيتي ستونزو په كابو كولو كې پاتې راغلي دويي زياتوې پرته له امنيتي ستونزو پدې سيمه كې نورې جينايي پېښې لكه وسلوالې غلې ، سړي تښتونه او دموټرو تښتول او دې ته ورته نوري ستونزې زياتې شوي چې خلك يي له سختو انديښنو سره مخ كړيدي.

دوي زياتوي كله يي چې ماشومان ښوونځي ته ځې يا يي نارينه دباندې ځې كورنې يي تر هغو په تشويش كې وي ترڅو كې چې بيرته كورته راځې .

دوی له دولت نه غوښتنه كوي چې دخلكو ستونزې په پام ونيسې او په لري كولو كې يي جدي ګامونه واخلي .

سيمه ايز امنيتي چارواكي هم دخلكو شكايتونو او ستونزې پرځاي بولي او وايي چې پدې ولايت كې امنيتي او جنايي ستونزې زياتې شوي خو زياتوې چې ددغو ستونزو دهواري لپاره يو لړ نوي پلانونه تر لاس لاندي نيولې چې په عملي كولو سره به يي تر ډيره بريده اوسنې ستونزې راكمې شې .

د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحق زی وايي چې د دوې هم په سيمه كې ستونزې درك كړي او په لرې كولو كې پوره هڅې پيل كړيدې .

جنرال اسحاق زۍ زياتوې دخپلو نووو هڅو په ترڅ كې يي پدې ورستيو ورځو كې په پرلاپسې توګه د وسلوالو غلو څو ډلې نيولي دي.

دخوست يو شمير عام خلك بيا وايي چې ډير كله مجرمين نيول كيږي خو پرته له سزا يا ددوی به وینا دپېسو او ياهم داسطې له لارې بيرته خوشي كيږي او خپلې پخوانې لارې تعقيبوي .

دخوست امنيه قوماندان جنرال اسحق زي هم دا خبره مني خو پړه يي په محاکمو او څارنوالی ورواچوي .

دى زياتوې پوليسو مجرمين نيسي خو نور د دوی وظيفه خلاصيږياو دنورو پړاوونو لپاره يي څارنوالۍ او محاكمو ته معرفې كوي داچې ورسته څه كيږي په هغوي پوري اړه لري .

هڅه مو وكړه پدې اړه دقضاي او عدلي اورګانونو غږ هم واخلو خو دويي پدې بهانه چې له رسنيو سره په رسمې ډول دخبرو اجازه نه لري له څه ويلو ډډه كوي يواځې وايي چې د دويي ټولې كړنې قانوني او له صولو سره سمې دي .

په سيمه كې ګڼ شمير كتونكي پدي باور دي كه دولت دخلكو ددې ستونزو په لري كولو كې جدي او پرځاي ګام پورته نه كړي او په رڼا ورځ دغلو مخه ونه نيسي نو خلك به نور هم په دولت خپل باور له لاسه وركړي او دحكومت او ولس ترمينځ نور هم واټن زيات شي .

XS
SM
MD
LG