د لاس رسي وړ اتصالات

'کرزی به دسولې مذاکرې دپاره د اوباما منظوري وغواړي'


'کرزی به دسولې مذاکرې دپاره د اوباما منظوري وغواړي'

'کرزی به دسولې مذاکرې دپاره د اوباما منظوري وغواړي'

<!-- IMAGE -->

واشنگټن پوست لیکی ښاغلی کرزی به کوشش وکړی چی له یاغیانو سره د سولی په معامله کی د امریکا د جمهوررئیس براک اوباما ملاتړ ترلاسه کړی.

ورځپاڼه ليکی چی واشنگټن ته بهد ښاغلی کرزي د سفر ډیره مهمه برخه دا وي چی ښاييد سولی د خبرو په برخه کی خبری پای ته ورسوی.

د ښاغلی کرزی سلاکاران په دی برخه کی وایی چی د می په ١٢ مه به د هغه دسفر یومهم مقصدداوی چی د ښاغلی اوباما ملاتړ په هغو مذاکراتوکی ترلاسه کړی چی ښاغلی کرزی یی د یاغیانو له مشرانو سره کوی.

هغه به دکابل دسولی دکنفرانس لپاره هم د ښاغلی اوباما دملاتړ د ترلاسه کولو کوشش وکړی او دسولی دغه کنفرانس ترهغه وخت پوری ځنډیډلی دی چی څوپوری دی د واشنگټن له سفرنه بیرته خپل هیواد ته ستون شی.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی چی که څه هم ښاغلی کرزی له طآلبانو سره د معاملی په برخه کی ډیر محتاط دی ځکه چی ښايي هغوی دده اقتدارته خطرپیښ کاندی.

په کابل کی دیپلوماتان وایی چی دی په وړه سطحه او له انفرادی قوماندانانوسره د مذاکراتو په برخه کیدلچسپی لری چی په دی برخه کی طالبان او نوری یاغی ډلی لکه حزب اسلامی شامل دی.

د طالبانو د جگپوړه چارواکیو سره خبری اوس هم ډیری لیری دی. داله یوی خوانه د کابل په حکومت کی د تفرق له امله پیچلی شویدی او له بلی خوا امریکا هم ورسره ناراحته ده.

له بل پلوه ددی خبری ښکاره نښی نښانی هم نشته دی چی طآلبان غواړی په دغه راز خبرو کی برخه واخلی.

واشنگټن پوست لیکی چی سره له دی هم د ښاغلی کرزی حکومت خپل دریځ په دی برخه کی واضح کړیدی او یو دوه اړخیز پلان یی جوړ کړی دی.

له یوی خوا نه د یاغیانو مشرانو ته سیاسی فضا اواروی او هغوی ته په سیاسی تشکل کی برخه ورکوی او له بلی خوانه دهغوی پیاده عسکرو ته د وظآیفو اونور انکشافی پروژو چی دخارجیانو له خوانه تمویل کیږی، د برابرولو وعدی ورکوی.

واشنگټن پوسټ دیوه معتبر افغان چارواکی له قوله لیکی چی هغه وایییو پلانله بل نه پرته دوام اوبقا نشی کولی. او همدازموږ دریځ دی.

واشنگټن پوست لیکی توقع ده چی دافغانستان د حکومت د سولی د پلان یوه مسوده په کنفرانس کی وړاندی شی. دا مسوده اوس هم په کابل کی خوریږی. دسولی مسوده د سیاسی روغی جوړی داهمیت په باب خبری کوی خو هلته درسیدلو لپاره کومه نقشه نه وړاندی کوی.

هغه افغان چارواکی چی دسولیله دی مسودی سره اشنایی لری هغوی وایی چی دا پلان په مبهم ډول دسولی د خبرو د چټکتیا لپارهوایی چی ډیر طالبان دملگرو ملتونو دبندیزونو له لیست نه وباسی او یوشمیریاغیانو ته وړاندیز کوی چی له افغانستان او پاکستان نه بهربه ورته په جلاوطنی کی د ژوند کولو شرایط برابرشی.

د سولی د پلان ددغی مسودی زیاته برخه په ټولنه کی د بیا ځای په ځای کولو په باب خبری کوی. په دی برخه کی د وړی طبقی یاغیان شامل دی چی په ټولنه کی څنگه ځای په ځای شی.ددغه وړاندیز سره سم که چیری د طالبانو یو غړی عفو غواړی نو پکارده چی هغه مرگ ژوبله ترک کړی اود افغانستان اساسی قانون ومنی.ترهغی وروسته دگوتی نشان او دسترگو عکس اخیستلو ته حآضر شی.

دهغه خپلوان اویا دقوم سپین ږیری دهغه د صداقت په برخه کیتصدیقوکړی او دیوه ضامن په توگه شاهدی ورکړی. تردی وروسته بل پړاو دادی چی هغه د سواد اموزی او اسلام د زده کړی په کورسونوکی شامل شی. ورپسی به د کار کولو لپاره لارښود کتاب ورکړل شی.

واشنگټن پوست لیکی چی په دی کی یوه ستونزهموجوده ده او هغهددغه راز پیشنهادونواو د افغان حکومت دتواناییترمنځ خلا ده.

یو شمیر نور پروگرامونه په دی خاطر په ماضی کی ناکام شویدی چی یا په سمه توگه پرمخ ندی بیول شوی او یایی دعملی کولو لپارهپه کافی اندازه پیسی نه وی موجودی.

په دی توگه حکومت ونه کولی شول چی په زیات شمیر کی یاغیان دیته وهڅوی چی له جگړی نه لاس واخلی.

واشنگټن پوست لیکی افغان چارواکی هیله من دی چی پخوانی ناکامی په دی باندی جبیره کړی چی د ښاغلی کرزی په مشرتابه باندی د سولی یوه عالی شوری جوړه کړی چی په هغی کی به د پارلیمان غړی، نظامی منصبداران او د امکان په صورت پخوانی یاغیان همشامل وی.

له دی شوری نه ښکته پوړۍ کی به یوه نوی اداره وی چی دکابینی په سطحهاجرائیوی رئیس به ولری او ددغه پروگرام د ورځنیو چارو مسوولیت به ور له غاړی وی.

دا ریاست به له ناټو او ملگروملتونو سره همکاری و لری.

واشنگټن پوستلیکی چی خارجی مرستندویو هیوادونو تراوسه پوری دی پروگرام ته ١٦٠ ملیونه ډالره بسپنه ورکړیده.

واشنگټن پوست لیکی چی ددغه رازپروگرام د کامیابی په مخکی غټ خنډ هغه بی اعتباری ده چی د حکومت اویاغیانو ترمنځ د جگړیپه تیرو نهو کلونو کی را پیدا شویده.

هغه یاغیان چی له حکومت سره یوځای شی هغوی به د خپلو یاغی ملگرو په مقابل کی ډیر لږمصونیت او امنیت ولری. هغه هڅوونکی شیانهم چی دا پروگرام یی وړاندی کوی، ډیر هڅوونکی ندی.

دهارورډ د پوهنتون یو استاد مات والډ من وایی په ټولنه کی د بیا ځای په ځای کولو په پروگرام کی یو بنیادی مشکل دادی چی د جنگیالیو دهدف او انگیزیاو ددغه پروگرام له خوانه دوړاندی کیدونکیو مشوقو شیانو ترمنځ اختلاف موجو دی. دغه استاد له ډیرو اوسنیو او پخوانیو طالبانو سره مرکی کړیدی هغوی وایی چی یاغیان دوظایفو د لاسته راوړلو لپاره جگړه نه کوی.

واشنگټن پوست ددغه استاد له قوله لیکی چی هغوی ددغه حکومت نهبیزاره دی چی ماموران یی په خپلوگټو باندی بوخت دی، ټول خلک پکی شامل ندی ، او له اسلامی اصولو نه یی بی لاری شویدی او هغوی په خپل هیواد کی د امریکا تر سلو زرو نه زیاتو عسکرو له موجودیت سره هم مخالفت لری.

واشنگټن پوست لیکی چی دامریکا چارواکی په دی اندیښمن دی چی افغان حکومت به په دی کی ستونزی ولری چی خپل پیغام خپلو پولیسو ته په سمه توگه ورسوی، ځکه هغوی کولی شی چی هغه یاغیان چی حکومت ورته عفو کړیده یا ییونیسی او یایی ووژنی.

واشنگټن پوست په کابل کی دیوه خارجی دیپلومات له قوله لیکی چیپه حکومت کی دننه او له حکومت نه بهر ډیرافغانان له طالبانو سره د روغی جوړ مخالف دی. په تیرو ٦ اونیو کی د ښاغلی کرزی د جمهوری ریاست دواړو مرستیالانومحمد فهیم او کریم خلیلی ویلی دی چی که د طالبانو پښه په حکومت کی شامله شی،نو کیدلی شی چی جمهوررئیس ووژل شی.

XS
SM
MD
LG