د لاس رسي وړ اتصالات

یو پاکستانی الاصله د نیویارک د چاودنې په تور ونیول شو


<!-- IMAGE -->

د امریکا یو تبعه چې اصلا دپاکستان دي نن د سه شنبي په ورځ په دې تورباندي محکمي ته را وستل کېږي چې تېره اوني ېې د نیویارک

په ښار کې دموټر بم د چولو ناکام کوشش کړی و. په هغه باندي به رسما تورونه ولگیږي .

مفتشان په دې عقیده دي چې چې شهزاد فیصل چې دامریکا په کنیکتیکت کې اوسیده د انټرنيټ له لارې يې په نغدو پیسو له یوه سړي نه یوموټر واخیست.

دامریکا لوي څارنوال ایريک هولډر د شهزاد نیول په یوه تلویزیوني خپرونه کې د سه شنبي په ورځ دوخته اعلان کړل.

هغه وویل چې شهزاد فیصل د نيويارک د جان ایف کنیډي په نړیوال هوايي میدان کې په داسي حال کې ونیول شو چې غوښتل یې دوبي ته پرواز وکړي. ایریک هولډر وویل چې چارواکي به دنورو مشکوکانو لټون ته ادامه ورکړي.

ایریک هولډر په دې باب وويل:

"تحقیقات روان دي او زموږ هڅي هم په دې برخه کي رواني دي چې نور گټور معلومات لاسته راوړو. له موږ سره یوڅه معلومات شته دي چي دهغه پر بنا به پسي پل واخلو. خو داڅرگنده ده چې دترهگري ددغه عمل ترشا مقصد داووچې امرېکاېان ووژني".

دامریکا لوي څارنوال ایریک هولډر وویل چې په تحقیقاتو کې موږ په دې باندي تمرکز کوو چې له نړیوالو ترهگرانو سره ددغه عمل ممکنه اړیکي پیدا کړو.

رپوټ واييدامریکا د فدراليادارې پولیسو د سه شنبي په ورځ دوخته د شهزاد فیصل کور ولټاوه. هغه موټر چې هغه اخیستي و د تیرې شنبي په شپه په نیویارک کې په داسي حال کې پیدا شو چې داتش بازي له موادو، د پروپین له گازو، د تیلو، سرېاو وخت د ښودلو له وسایلو نه ډک و.

رپوټ وايي چې شهزاد په دې نږدې وخت کې له پاکستان نه راستون شوي و. تحقیق کوونکي وايي چې یوسړي چې د ۴٠ کلني په شاوخواکې به ښکاري په ویډیو کې معلومیږي چي د موټر بم له صحني نه بل لورې ته روان دي.

په وېډېو کې داسي ښکاري چې دا سړي یو کمیس له غاړې نه وباسي او دهغه پيک اپ موټر خواته گوري چې چاودونکی مواد په کی وو.

پاکستان له امریکا سره په نيويارک کې د بم چونې په تحقیقاتو کې همکاريکوي

د پاکستان چارواکېو د سه شنبي په ورځ ووېل چې هغوي به په بشپړ ډول دامرېکا په هغو تحقېقاتو کې همکاري وکړي چې د ېوه پاکستاني الاصله امريکاييپه باب ېې کوي.

دېرش کلن فېصل شهزاد ددوشنبي په ورځ ناوخته په داسي حال کې ونیول شو چې دوبي ته ېې په یوه الوتکه کې د سپرېدلو کوشش کاوه.

امنېتي چارواکي په دې برخه کې تحقېقات کوي چې دا معلومه کړي چېاېا شهزاد فېصل له بهرنېانو سره کومي اړېکي درلودلي او که نه. او یا ښاييهغوي د بم چوني په دغه ناکام کوښښ کی برخه اخیستې وي او که نه.

د طالبانو پاکستاني څانگې ددغې حملې مسوولېت په غاړه اخیستي دي.

XS
SM
MD
LG