د لاس رسي وړ اتصالات

وحید عمر: پخپله کرزی د عبدالخالق فراهی په راخلاصولو بوخت دی


وحید عمر: پخپله کرزی د عبدالخالق فراهی په راخلاصولو بوخت دی
وحید عمر: پخپله کرزی د عبدالخالق فراهی په راخلاصولو بوخت دی
<!-- IMAGE -->

د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق وحید عمر د سی شنبی په ورځ په کابل کی یو خبری کنفرانس ته وویل چی په پاکستان کی د آفغانستان د برمته شوی پخوانی دپلومات عبدالخالق فراهی د خلاصون هڅې ډیر حساس پړاو ته داخلې شوي دي.

هغه وویل چی پخپله جمهور ریس حامد کرزی د فراهی د خلاصون هڅی له نږدی څاری او دی تمه لری چی ډیر ژر به دا هڅی نتیجه ورکړی او فراهی به افغانستان ته راستون شی.

وحید عمر د فراهی د ژوند د خوندیتوب لپاره د خبریالانو وغوښتل چی د هغه په هکله د خبرونو د خپرولو په وخت د احتیاط نه کار واخلی او دداسی خارونو د خپرولو نه ډډه وکړی د فراهی د خلاصون هڅو ته پکی زیان و نه رسیږی.

عبدالخالق فراهی د ۲۰۰۸ کال د ډسامبر په میاشت کی په پیښور کی د نا معلومو وسلوالو د یوی ډلی له خوا وتښتول شو او د هغه ډریور ووژل شو.

فراهی په پیښور کی د افغانستان د جنرال کنسل په توګه کارکوه خو د نیول کیدو څو ورځی وړاندی په اسلام اباد کی د افغانستان د سفیر په توګه نومول شوی وه.

تیره هفته عبدالخالق فراهی په یو ویډویی پیغام کی د جمهوریس کرزی نه د خپل خلاصون لپاره د جدی هڅو غوښتنه کړی ده او ویلی دی که چیری ژر د هغه د تښتونکو غوښتنی ونه منل شی هغوی به دی ووژنی خو پدغه ویډویی پیغام کی د تښتونکو د غوښتونو په باب څه ندی ویل شوی.

د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق په ورځ په دغه خبری کنفرانس کی د بلی هفتی په سر کی امریکا ته د جمهور ریس کرزی د راروان سفر په باب هم خبری وکړی دا سفر یی د افغانستان لپاره خورا مهم وبله وویل چی هم افغانستان او هم امریکا طمع لری چی په واشنګټن کی امریکایی چارواکو سره به د جمهور ریس کرزی خبری ډیری رښتینی او جوړونکی وی چی له امله به یی په افغانستان کی د تروریزم سره د نړیولی ټولنی روانه مباره هم بدلون ومومی.

"تمه ده چی ددی سفر په پای کی به د افغانستان او امریکا ترمنځ د سترایژیکی اړیکو یوه اعلامیه هم لاسلیک شی او دا به د یو داسی بحث رامنځ ته کیدلو ته لاره پرانیزي چی په نتیجه کی به یی د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکی اړیکو په باب یو تړون لاسلیک شی".

وحید عمر وویل چی جمهور ریس کرزی به د امریکا د جمهور ریس سره د خبرو او لیدو کتو ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیری میرمن هیلری کلنټن او د امریکا د سنا او نمایندګانو د مجلسونو د استازو سره هم وګوری.

د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق د پاکستان د پنجاب د ایالت د ستری محکمی له خوا افغانستان ته د طالبانو د مشر د پخوانی مرستیال ملا عبدالغنی برادر د نه سپرلو په باب د یو پاکستانی په غوښتنی د بحث د پیلدلو په باب وویل چی افغانستان د پاکستان نه د ملا برادر د سپارلو غوښتنه کړی او هیله لری چی اسلام اباد به هغه کابل ته وسپاری همداشان وحید عمر د کندهار د عملیاتو په باب ددغه ولایت د اوسیدونکو د اندیښنو په هکله وویل چی په کندهار ښار کی په پوځی عملیات تر سره نشی.

هغه وویل چی همدا د سی شنبی په ورځ په افغانستان کی د ناتو قوماندان ارګ ته ورغلی وه او هلته یی جمهور ریس ته وویلی چی په کندهار کی عملیاتو ترسره کولاو ته اړتیا نشته دی.

XS
SM
MD
LG