د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کې د ايتلاف يوه څرځي طياره رالوېدلې


نورستان کې د ايتلاف يوه څرځي طياره رالوېدلې
نورستان کې د ايتلاف يوه څرځي طياره رالوېدلې
<!-- IMAGE -->

ایتلافي قواوې وايي په طياره کې سپاره کسان زخميان شوي دي. ددولت وسله وال مخالفين بيادعوه کوي چې دغه طياره دوی ويشتلې اوپه کې سپاره کسان له يوه مخې وژل شوي دي.

په جلال اباد کې دايتلافی قواوو مطبوعاتي دفترويلي چې ددوی يوه قراردادي طياره دنورستان اولغمان ولايتونو ترمنځ سيمه کې دتخنيکې ستونزو له امله رالویدلې اوپه کې سپاره کسان زخميان شوي دي.

دغه دفتروايي کله چې طيارې ته ستونزه پیښه شوه نوهڅه يې وکړه چې په سيمه کې يوپوځي هډه کې ښکته شي.خوترراکښته کیدو وړاندې پرځمکه راولوېده.

دغه دفتر وايي دغه طياره دروسيې هېواد پورې مربوط و پوځيان په کې نه وو. يوازې دطيارې خپل کسان په کې ووچې سربیرن زخميان شوي دي.

دايتلاف قواوو دغه مطبوعاتي دفتر دطيارې په رالوېدو کې دمخالفين لاس لرل رد کړل اودايې يوازې يوه تخنيکې ستونزه وبلله.

خووسله والو طالبان بيادعوه کړې ده چې دغه طياره ددوي پرډزورالویدلې ده اوپه کې ټول سپاره پوځيان وژل شوي دي.

دزبيح الله مجاهد په نوم يوتن چې ځان په سيمه کې دوسله والو طالبانو وياند راپېژني وايي چې په دغې طياره کې ١٤تنه پوځيان وژل شوي دي.

خوايتلافي قواووددوي دغه ادعا بې بنسټه بللې ده .دسيمې محلي چارواکي بيا ددغې طيارې پررالوېدو خپله بې خبري ښيي .

دالومړى ځل نه دى چې په ختيځو ولايتونو کې دايتلاف قواوو طياره رالویږي تردې وړاندې هم په دغو ولايتونو کې دمخالفينو پريولړبريدنو ددغوقواوو الوتکې رانسکوره شوې اوڅه هم دتخنيکي ستونزو له امله رالوېدلي اويايې عاجله ناسته کړې ده .

XS
SM
MD
LG