د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د نیمروز په ولایتي دفترونو حمله کړې


طالبانو د نیمروز په ولایتي دفترونو حمله کړې
طالبانو د نیمروز په ولایتي دفترونو حمله کړې
<!-- IMAGE -->

افغان ماموران وایې طالبانو چې ټوپکې ورسره وې او د ځان وژونکو حملو لپاره یې د بمونون واسکټونه په غاړه ؤد نېمروز په ولاېت کی یې د حکومت په دفترونو باندی دمخکې منظمې شوې حملی وکړی، او تقریبا څلور کسان ېې ووژل.

مامورانوووېل دغه حملې نن دتقرېبا نهو تنو طالبانو له خوا وشوی او کوښښ ېې وکړ چه د نېمروز په مرکز زرنج کی د والی په دفتر باندی ورننوځی.

ټول نهه واړه حمله کوونکي ووژل شول. امنېتی مقامات واېې په داسی حال کی ډزی روانی وېاتو بم چوونکو وکولی شولچه خپل بمونه د دفترونو نه بېرون وچوی، خو بېا د امنېتی قواو له خوا ووژل شول.

نهم بم چوونکی دامنېتی مامورانو له خوانه په هغه جگړه کې ووژل شو چی له دې نه وروسته پېښه شوه.

ماموران واېې چه په حمله کی د نېمروزدولاېت د ولاېتی شورا ېوه غړې او دوه پولېسان هم وژل شوی دي او ېوولس کسان زخمېان دي. طالبانو ددغې حملې مسوولېت منلی دی.

نېمرزو چه دهلمند دنا ارامه ولاېت په گاونډ کې پروت دی ، افغانستان نه خارج ته د مخدره موادو د قاچاق د ېوې سترې لارې په توگه پېژندل کېږی، او د تندروانو لپارپیسی برابروی.

له بل پلوهپه افغانستان کی د ډنمارک پوځ واېې چه دسه شنبی په ورځ د هلمند د ولاېت د گرېشک په ولسوالئ کی ېې د گزمی په وختېوولس عسکر او د هغوئ سره ملگری دوه افغان ترجمانان د طالبانو په یوه حمله کی زخمېان شوی دی.

دا حمله په گرېشک کی د ډنمارک د پوځ د اډی سره نژدی وشوه. د حملی نه لږ مخکی د شگو یو سخت توپان هم راغی. زخمېان ېو نژدی روغتون ته انتقال شول

XS
SM
MD
LG