د لاس رسي وړ اتصالات

فیصل شهزاد پر نیویارک د حملې پړه ومنله


فیصل شهزاد پر نیویارک د حملې پړه ومنله
فیصل شهزاد پر نیویارک د حملې پړه ومنله

<!-- IMAGE -->

د شنبی د شپی په ناکامه بم چونه کی، مهم مشکوک فیصل شهزاد په دی اقرار کړیدی چی هغه د نیویارک ښار په ټایمز سکویر کی دموټر بم د الوزولو کوشش وکړ.

په یو دیرش کلن فیصل شهزاد باندیبه د ترهگری، نورو جرایمو او ډله ئیزی وژنی تورونه ولگیږی. چارواکی وایی چی شهزاد په دی اقرار کړیدی چی دی د موټر بم دناکامی چاودونی مسوول دی او په پاکستان کی ورته د بم جوړونی روزنه ورکړل شوی وه.

دامریکا لوی څارنوال ایریک هولډر وایی چی شهزاد دوی ته ډیر گټور معلومات ورکړیدی. ایریک هولډر داسی وایی :

(... داڅرگنده ده چی دایوه تروریستی دسیسه ده اومقصد یی زموږ په هیواد کی ، په یوه ډیر له بهیر اوبار نه ډک ځای کی، دامریکا یانو وژل وو. موږ په دی عقیده یو چی مشکوک دترهگری له ابتدایی موادونه یو بم جوړ کړ او په یوه زاړه سپورتی موټر کی یی کیښود. بیا یی د نیویارک ښار د ټایمز سکویر سیمی ته په دی نیت باندی ویوړ چی هتله ډیرسیلانیان او نندارځایونو ته تلونکی خلک ووژنی. )

د فیصل شهزاد له چاودونکیو موادونه ډک موټر ته د سړک دغاړی یومال خرڅوونکی متوجه شوی و. هغه ولیدل چی موټر چالان دی او څوک پکی نشته دی. پولیسو بیاوروسته په موټر کی یوشلخی بم پیدا کړ چی د پروپین گاز، دموټر تیل، کیمیاوی سره او د اورلوبی مواد پکی وو.

شهزاد بیا وروسته دنیویارک ښا د جان ایف کنیډی په نړیوال هوایی میدان کی په داسی حآل کی ونیول شوچی په یوه الوتکه کی یی دوبی ته دپرواز نیت درلود.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما د سه شنبی په ورځ وول چی که شهزاد له نړیوالی ترهگری سره هرډول اړیکی لری نو هغه به کشف شی. هغه دنیویارک خلک په دی وستایل چی دغه برید یی شنډ کړ.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما په دی باب داسی وایی :

(... له ماسره دا فرصت وچی دنیویارک دامنیتی چارواکیو له یوشمیر کسانو او ښاریانو نه شخصا مننه وکړم. ځکه دهغوی چټک اقدام ښایی د سوونو خلکو ژوند خوندی کړی وی. دا مشکوک په دی سبب ونیول شو چی په هره سطحه باندی نیژدی اومنظمه همکاری موجوده وه. )

دنیویارک ښاروال مایکل بلومبرگ له پاکستان سره د فیصل شهزاد داړیکو په باب وویل چی پکارده له دینه دا پلمه چاته پیدا نشی چی په نیویارک کی د پاکستانیانو، یا مسلمانانو خلاف څوک له تبعیض نه کار واخلی.

دنیویارک ښاروال، بلومبرگ په دی باب داسی وویل :

(... داهغه ښار دی چی تاسی پکی په خپل دین باندی عمل کولی شی او هغه څه ویلی شی چی زړه مو وغواړی او تاسی د خپل برخیلک مسوولیت لرئ.

موږ غواړو چی همدا حالت وساتو. دنړی دهرگوټ نه خلک دلته راځی په یوه ودانۍ او یوه سیمه اوگاونډ کی ژوند کوی. همداکار له دی ښارنه د زمکی پرمخ ستر ښار جوړوي.

رپوټ وایی چی له ٢٠٠١ میلادی کال نه راپه دیخوا چی په نیویارک د ترهگری بریدونه وشول، د ټایمز سکویر سیمه په نیویارک ډیره زیاته څارل کیږی. د څارنی ډیری کمری په دغه سیمه کی ایښودل شویدی چی خلک وڅاری.

یوشمیر ماهران او دنیویارک ښاروال استدلال کوی چی یوداسی پروگرام دی پیل شی چی په منهاتن کی د ټولو موټرونو پته ولگول شی. داکار به د ترهگری داعمالو مخه ونیسی.

XS
SM
MD
LG