د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ملي امنیت د افغانستان حالت څیړي


د امریکا ملي امنیت د افغانستان حالت څیړي

د امریکا ملي امنیت د افغانستان حالت څیړي

<!-- IMAGE -->

ټاکل شوې چې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما نن د پنجشنبې په ورځ د ملي امنیت د ډلې سره وګوري او د افغانستان او پاکستان په باب خبري وکړي.

د سپېنې ماڼۍ په دغه غونډهکې به د امریکا ددفاع وزیر رابرت ګیټس، د باندنیو چارو وزیره هیلري کلینټن او د استخباراتو او تروریزم ضد مامورین برخه لري.

دغه غونډه په داسي حال کې کېږي چې د پنتاګان یو لوړ پوړي چارواکي یوه ورځ مخکي اعلان وکړ چې په افغانستان کې د جمهور رئیس اوباما نوې تګلارې د مثبتو نتایجو په ورکولو پیل کړی دی.

د پالیسۍ په برخه کې د امریکا د دفاع د وزارت معین میشل فلورني پرون د چارشنبې په ورځ د کانګرس یوې کمیټې ته وویل چې یاغیان په افغانستان کې کرار کرار کمزوري کېږي خو هغه زیاته کړه چې چارې به مخکي له بهتریدو نه لومړۍ ستونزمنې شي.

د چارشنبې په ورځ د ۹ تندرو طالبانو یوې ډلې د افغانستان په جنوب لویدیځ کې پر حکومتي اهدافو باندې ځانمرګه بریدونه وکړل. د برېدونو په دیلړ کې یې ۴ کسه ووژل شول او ۱۱ تنه ټپیان شول.

د امریکې ددفاع د وزارت یوې عالیرتبه مامورې کانگرس ته ویلی چې د جمهور رئیس اوباما نوې ستراتیژی کار ورکوی. اوس له هلمند نه د کندهار پرنفوسه ولایت کې له دغې ستراتیژی نه استفاده کیږی.

داسی ویل شوي چې په مارجه کې د امریکې نظامی عملیات موفقه نه وو. خو دا څو میاشتې تیاری نیول کیږی چې د کندهار په شا او خوا سیمو کې هم داسې اجرأت وشی. د پنتاگون مقامات وايی چې نوی ستراتیژی بریالی ده.

ددفاع دوزارت د پالیسی مرستیاله میشل فلورنای واېی:

"شواهد دا ښئی چې نوې ستراتیژی کار ورکوی. یاغیان خپل قوت له لاسه ورکوی. خو بیا همحقیقی مقابله او خطرونه لا په مخ کې دي. خوهلته مثبت اثرات ښکاری".

فلورنای واېی چېامریکاېی عسکر،بین المللی قواو او افغانی عسکرو تر منځ زیاته همکاری لیدل کیږی. همدا راز د عسکرو او ملکی مامورینو تر منځ هم زیاته همکاری روانه ده.

دې ویلي چې د ملکی کسانو سره هم تفاهم زیات شوی دی. همداراز د افغانی اردو او پولیسو د روزنی له پاره کار روا ن دی او عدلی نظام کې هم مخ په ښه کیدو دی.

خو فلورنای ویلی چې زیات کارونه لا په مخ کې پاتې دی.

فلورنای بیا واېی: "زه نه غواړم دا خبره وکړمچې په افغانستان کې بریالیتوب به آسانه کار وی.دا واېی چې د کندهارشرایط د هلمند له ولایت نه جلا دی.دا واېی چې مونږ غواړو په کندهار کې هم بریالی شو خو هتله به یو څه په شا تگ هم وکړو. دا واېی مخ کې له هغه چې حالات بهتره شی ښاېی هلته د څه وخت له پاره وضع خرابه شی".

تر اوسه ټول هغه دیرش زره عسکرو چې جمهور رئیس اوباما ویلی وه چې افغانستان به ېی لیږی هغه نه دی رسیدلی.دا واېی چې تر اوسه هم د افغانی عسکر او پولیسود روزلو له پارهکافی مربیان نشته.

له دې امله چې د مربیانو کمبود دی نو ښايي امریکاېی عسکر پخپل وخت له افغانستان نه و نوځی.

امریکاېی مامورینو په اول کې ویلی وه چې په افغانستان کې ١٢ تر ١٨ میاشتو وخت ته ضرورت دی.ویل شوی وه جې د راتلونکې کال په جولای کې به په تدریج سره له افغانستان نه امریکايي عسکر ووځی.

د کانگرس په دعې استماعیه غونډه کې دد فاع د وزارت د عملیاتو رئیس جنرال جان پکسټن وویل چې کندهار دجنوبی افغانستان یوه لویه مورچه ده.

ده وویل چې امریکایی، بین المللی او افغانی قواوې یه هڅه کوی چې د محلۍ خلکو د گرځیدو لاری بندې نه شی.

د کندهار عملیاتو ته د همکاری نومور کړ شوی دی. جنرال پکسټن وايي چې کندهار موضوع به د افغانستان حکومت ته د مارجی په شان آسانه نه وی. هلته د عملیاتو نیټه ټاکل شوې وه او بیا مهم نظامی عملیات وشول.

جنرال پکسټن واېی: "همکاری عملیاتیواځې نظامی عملیات نه دی.په دې عملیاتو کې به افغانی عسکر،پولیس او د آی اس آف قواوېبرخه ولری او د کندهار والی به هم ورسره همکاری کوی.دا کار په ښاری سیمو او هغو ځایونو کې جې زیات نفوس لری عملی کیږی".

د کانگرس ددغې کمیټییو شمیر غړی د اوباما ددغو عملیاتو سره موافقه نه لری او واېی چې دا ډیر وخت نیسی او په هغه کې به زیات امریکان تلف شی.

خو ددفاع د وزارت مامورینوله دغه کارنه دفاع وکړهاو واېی چې یواځې په دغه ډول یاغیانو ځبل کیدلی شی. د دفاع د وزارتمرستیاله واېی چې دا اول وار دی چې متحدین په افغانستان کې په سمه لار روان دی.

XS
SM
MD
LG