د لاس رسي وړ اتصالات

مکریسټل وايي د کرزي د امریکا سفر ډیر مهم دی


مکریسټل وايي د کرزي د امریکا سفر ډیر مهم دی
مکریسټل وايي د کرزي د امریکا سفر ډیر مهم دی

<!-- IMAGE -->

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼه ليکي چی په افغانستان کی، دامریکا جنرال ستانلی مکریستل وایی امریکا ته د کرزی سفر ډیرمهم دی.

جنرال مکریستل په یوه مرکه کی ښاغلی کرزی د باور وړ شریک اوهمکار بللی دی. که څه هم دغه افغان مشر په دی نیژدی وخت کی له سپینی ماڼي سره جنجال او نزاع درلودله.

جنرال مکریستل وویل چی دغه سفر چی بله دوشنبه پیل کیږی ډیر مهم دی ځکه چی دکابل او واشنگټن تر منځ به ستراتیژیک شراکت او انډیوالی پخه کړی اوله افغان مشرسره به مرسته وکړی چی په خپل ملک کی خپل اعتبار زیات کړی ځکه چی دی ورته پرطالبانو باندی د غلبی لپاره ضرورت لری.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي چی نوراوروپایی چارواکی په کابل کی په ښاغلی کرزی باندی دومره باور او اعتما د نلری څومره یی چی جنرال مکریستل لری.

ډیرافغانان په دی عقیده د ي چی ددی توقع نه کیږی چی د ښاغلی کرزی غیر موثر اوکمزوری حکومت دی، د ناټو د لسهاو زرو عسکرو دملاتړ نه پرته، ډیره موده د طالبانوخلاف دوام وکړی.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه لیکی چی دامریکا حکومت اکثرا له ښاغلی کرزی نه دا شکایت کوی چی دهغه په هلو ځلو کی د افغانستان داداری فساد د جرړو ایستلو په برخه کی جدیت نشته دی.

ښاغلی کرزی دایتلاف پر قواو څو څو ځلی انتقاد کړیدی چی ملکیان وژنی او دایی ویلی دی چی امریکا یانو ته د اشغالگرو په نظر کتل کیدلی شی، نه د متحدینو په سترگه.

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼه د جنرال مکریستل له قوله لیکی چی هغه وایی له ماسره هغه ډیر د باور وړ شریک اوهمکار دی. موږ په گډه سفر کوو.

موږ له یوبل سره په ډیرو سختو مسایلو باندی په گډه کار کوو. زه دیته سترگی په لاریم چی هغه د جگړی د وخت فیصلی وکړی.

ورځپا‍ڼه په پای کی لیکی چی د جنرال مکریستل ماموران د ښاغلی کرزی د سفر د اسانتیاو په برابرو لو کی مرسته کوی که څه هم دا سفر نسبت نظامی جنبی ته، ډیره سیاسی جنبه لری.

د جنرال مکریستل معتبر منصبداران به دهغو امریکا یانو په جمله کی وی چی له ښاغلی کرزی سره واشنگټن ته سفر وکړی.

وال ستریت ژورنال ورځپاڼه په پای کی دجنرال مکریستل له قوله لیکی چی داسفر په افغانستان کی د عامو خلکو د تصور له درکه ډیر اهمیت لری.

د ښاغلی کرزی اړیکی داعانه ورکوونکیو هیوادونو په جمله کی له ستر هیواد سره ډیراهمیت لری.

دا دامریکا یانو لپاره هم د جگړی په ملاتړ کی اهمیت لری. زه فکر کوم چی خلک باید دی اړیکوته د باور وړ او دموثر شراکت داړیکو په نظرو گوری. هغه زیاته کړله چی طآلبان به هم دا وگوری.

XS
SM
MD
LG