د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کی بیا د ایران په ضد مظاهرې وشوې


په روانه هفته کی په کابل کی د ایران په ضد د ا دوهمه مظاهره د پنجشنبی په ورځ د غرمی مخښکی ترسره شوه چی پکی د سلګونو سړو د ګډون سبیره یو شمیر ښځو هم برخه اخستی وه.

دغو مظاهره کونکو چی د ایران مذهبی مشر ایت الله خمنیی په عکسونو کی د چالیپا کرښی راکښلی وی او د ایران د حکومت په خلاف یی ډول ډول شعارونه ورکول وویل چی دوی که استبداد په کابل کی وی او که په تهران کی په کلکه غندی.

دغو مظاهره کونکو د خپلی ننی مظاهری هدف د ایران په زندانونو کی دایران د حکومت لخوا د بندی افغانانو اعدامول ښودل د افغانستان د حکومت نه یی په کلکه ددغو اعدامونو د مخنیوی لپاره د جدی اقداماتو غوښتنه هم کوله.

د یکشنبی په ورځ هم يه کابل کی په سلګونه کسان د ایران د سفارت مخی ته راټول شوی وه هغوی هم په ایران کی د بندی افغانانو د اعدامولو د بهیر د پیلدلو غندنه کوله.

دا مظاهری وروسته له هغی پیل شوی چی د افغانستان په پارلمان کی یو شمیر وکیلانو د ایران په زندانونو کی د سلګونو افغانانو د اعدامولو مسله رابرسیره کړه.

د افغانستان ا ولسی جرګی یو شمیر غړی چی پدی وروستیو هفتوکی یی ایران ته سفر کړی او د خپل سفر په ترڅ کی د ایرانی چارواکو سره هم لیده کاته کړی وطن ته د راستنیدلو سره سم دغه پارلمانی هیات د افغانستان پارلمان ته وویل چی یو میر ایرانی قضایی او عدلی چارواکو ورته ویلی چی تر ۳۰۰۰ پوری په ایران کی بندی افغانان د اعدام د سزا سره مخ دی. د افغانستان حکومت وایی چی ایرانی چارواکو ورته یوازی د ۶ تنو افغانانو اعدامول تاید کړی دی.

د یکشنبی په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کی د ایران شارړافر د بهرنیو چارو وزارت ته راغوښتی وه او هغه سره یی په همدی مسله خبری کړی وی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نطاق احمد ظاهر فقیری وایی چی د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول د ایران په زندانونو کی د بندی افغانانو د حال په هکله د افغانانو اندیښنی دغه ایرانی عالی رتبه دپلومات ته رسولی دی.

فقیری چی د پنجشنبی په ورځ یی یو خبری کنفرانس ته خبری کولی وویل چی افغانستان نیت لری چی ددی مسلی د پلټنی لپاره ډیر ژر یو بل عالی رتبه هیات تهران ته واستوی هغه وویل چی پدی هیات کی به د حکومت ،پارلمان او د قضایه قوی استازی برخه ولری.

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ډیر جدیت سره د موثرو دپلوماتیکو لرو چارو نه په کار احستلو سره هڅه کړی تر څو د ایران اسلامی جمهوریت چارواکو سره خبری پیل کړی".

فقیری وویل چی تیره هفته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال په مشری یو عالی رتبه هیات د تهران نه لیدنه کړی او ایرانی چارواکو ته یی پدی باب د افغانانو اندیښنی رسولی دی. د ایران دولتی راډیو چی افغانانو لپاره هم خپرونی کوی تیره ورځ د ایران بهرنیو چارو وزارت ته په تهران کی د یو افغان دپلومات د ورغوښتلو خبر ورکړی او ویلی دی چی تهران د هغه څه په هکله چی دغی راډیو د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف تبلغات بللی افغانی لوری ته د ایران اندیښنی رسولی دی.

په ایران کی د بندی افغانانو د شمیر په باب رسمی ارقام په لاس کی نشته دی خو د رپوتونو له مخی ددغه هیواد په زندانونو کی د بندی افغانانو شمیر ۵۰۰۰ ته رسږی چی ۳۰۰۰ یی د اعدام د سزا د ګواښ سره مخ دی ایران او افغانستان د جنایی بندیانو د تبادلی په برخه کی یو تړون هم لاسلیک کړی خو تر اوسه پدغه تړون عمل ندی شوی.

XS
SM
MD
LG