د لاس رسي وړ اتصالات

سیاټل ټایمز: افغانستان دپاره د امریکا د فعالیتونو لست


سیاټل ټایمز: افغانستان دپاره د امریکا د فعالیتونو لست
سیاټل ټایمز: افغانستان دپاره د امریکا د فعالیتونو لست

<!-- IMAGE -->

د افغانستان جمهوریس حامد کرزی د متحده ایالاتو د مقاماتو سره د خبرو لپاره واشنگټن ته را روان دی.

د امریکا ځینو ورځپاڼو د هغه ددغه سفر په باب راز تبصرې کړي دي.

د سیاټل ټایمز ورځپاڼه د شنبې د ورځی په گڼی کی لیکی چی د ملی امنیت د شورا یوه نامعلوم غړي په دې تازه شپو ورځو کی پر خارجه وزیری هیلری کلینټن باندی یوه انتقادي تبصره کړې وه او ویلي یې وه چی هغه د افغانستان په باب کوم ستراتیژیک نظر او پېشنهاد نه لری خو د نهو یا لسو داسی کارونه یو لیست ورسره لری چی هغه باید عملی سي.

ورځپاڼه لیکی په داسی حال کی چی د افغانستان جمهوریس حامد کرزی په دغه هفته کی په واشنگټن کی گام ایږدی نو خارجه وزیره به داسی یوه هیواد ته د کېدونکو کارونو لیست وړاندي کړی چی ډېرو زیاتو پوهانو د هغه په باب نظریات ورکړي دي مگر چندانی چا نه دي ویلي چی هغه باید کوم ټاکلي کارونه وکړي.

د دوشنبې څخه د جمعې تر ورځی پوری دغو غونډو کی به دواړه خواوي دا فرصت پیدا کړي چی د لازمو اقداماتو دپاره پر عملی لاروچارو باندي توافق ترلاسه کړی.

کله چی کرزي د تیر نومبر په میاشت کی خپله د جمهوری ریاست دوهمه دوره پیل کړه نو هغه وویل چی د ده حکومت به درې کارونه کوی. امنیت، سیمه ایزه همکاري او وده او انکشاف به بهتروی.

د سیاټل ټایمز ورځپاڼه لیکی کرزي د متحده ایالاتو د ډېر زیات فشار په وجه څلورم کار هم ورسهر زیات کړ چی هغه د اداري فساد سره مبارزه ده ، خو دا هیڅ وخت د هغه د داخلی اجندا یوه مهمه برخه نه وه.

کرزي د ډېره وخته ویلي دي چی بین المللی قراردادیانو، ماهرانو او سلاکارانو ته ډېری لوړي تنخواگانی ورکولی کېږی او دا پخپله د اداری فساد یو شکل دی او کله چی پر اداری فساد باندی بحث کېږی نو دغی مسلې ته هم باید توجه وسی.

ورځپاڼه وایی تر دغی ورځی پوری کرزي په خپلو ملی پالیسیو او کارونو کی یو څه پرمختگ کړی دی.

د امنیت په برخه کی هغه ژمنه کړې ده چی د طالبانو سره به خبری پیل کوی او د هغه دغه سلوک او اقدام د افغانستان د ستونزي دپاره د یوه جامع سیاسی حل په توگه منل سوی دی.

کله چی د افغانستان د ملی امنیتی قواوو د روزنی په کار کی ورو پرمختگ ته وکتل سي نو د طالبانو سره دخبرو د پیل کولو اهمیت نور هم څرگند سی.

البته د افغانستان د ملی امنیتی قواوو د روزني مسله د هغه د نورو امنیتی پلانونو او په نظر کی نیول سویو کارونو یوه مهمه برخه ده.

د سیاټل ټایمز ورځپاڼه لیکی کرزي د سیمه ایزی همکاری د پراخولو په برخه کی ، کرزي د تېر نوامبر د میاشتی راهیسی د ترکیې، سعودی عربستان، هند او بوهتان د مشرانو سره کتلي دي.

افغانستان په وچه کی را گیر هیواد دی او د حمل ونقل، تجارت او امنیت دپاره د خپلو شاخوا گاونډیانو سره ښو اړیکو ته اړتیا لری.

مگر د سیاټل ټایمز ورځپاڼه لیکی چی د اقتصادی ودي په اجندا کی بیا هم زړې خبری تکرارېږی.

ښاغلي کرزي د جمهوری ریاست په افتتاحیه وینا کی وویل چی غواړی د هیواد د کرني او اوبو لگولو سسټم تقویه کړی، څاروي زیات کړي، په هیواد کی د سیندونو د مهارولو له لاري برېښنا زیاته کړی، ښونی او روزني ته توجه وکړی او په هیواد کی د اته لسمی پېړۍ لاري او سړکونه بهتر کړی.

دا یو اوږد لیست دی، مگر په هغه کی په خورا مهارت د عادی افغانانو ژوند او اړتیاو ته توجه سوې ده.

په داسی حال کی چی ښاغلی کرزی په څرگنده توگه د امنیت او سیمه ایزی همکاری د بهترولو لپاره کار کوي خو د اقتصادی ودي په برخه کی یې چنداني مزه نسته.

د نوامبر د میاشتی راهیسی یې په دې نیژدې شپږو میاشتو کی د کرني، اوبو لگولو، څارویو د زیاتولو، انرژی، ښونی او روزني او سړکونو په باب نه یوه وینا کړې ده او نه یې حتی د جمهوری ریاست څخه په دغه باب کومه اعلامیه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وایی پرمختگ د ښاغلي کرزي پرله پسې او ټینگی توجه ته ضرورت لری او دغه راز د اوباما حکومت هم باید ټینگه ملا ورسره وتړی.

که امریکا مالی مرسته ونه کړي نو په هغه هیواد کی یې نفوذ هم له منځه ځی. که له افغانستلان سره مالي مرستی کېږی نو باید چی د هغه هیواد د خپلو مربوطو وزارتونو پر لاس توزېع سی.

ورځپاڼه وایی که په افغانستان کی حکومتی سیستم بهتر نه سی او اداری فساد له منځه ولاړ نه سی نو چی بین المللی ټولنه له هغه هیواد سره مرسته وکړي او که یې ونه کړي په راتلونکو له دوو څخه تر دریو نسلونو پوری به څوک د اقتصادی ودي مخ ونه وینی.

که حکومتی سسټم بهتر نه سی نو د امریکا قواویی د راتلونکي کال د جولای په میاشت کی له هغه هیواد څخه په راوتلو پیل نه سی کولای. که افغانان غواړی چی د خپل راتلونکي مسولیت پ رخپله غاړه واخلی نو باید چی خپله حکومتی اداره بهتره کړی.

د سیاټل ټایمز ورځپاڼه وایی جنرال ډېویډ پیټریوس په کال ٢٠٠٦ کی دا خبره ډېره پر ځای وکړه چی د یاغیانو پر ضد د عملیاتو لومړنی هدف دا دی چی په افغانستان کی یو موثر حکومت ټینگ سی.

دا ډېره لویه ستراتیژی نه ده بلکه په ساده توگه عملی کېدلای سی.

مگر اوس هغه وخت را رسېدلی دی چی په افغانستان کی په دغه لاره کی ټاکلي گامونه پورته سی.

ایا څوک به د دې خبری سم دلیل پیدا کړای سی چی ولی د هیواد په پایتخت کابل کی سړکونه تر اوسه پوری پاخه سوي نه دي، په داسی حال چی متحده ایالاتو په د ېاتو کالو کی په هغه هیواد کی د بیا ابادولو په پروژو ٥١ میلیارډه ډالره لگولي دي.

خارجه وزیری کلینټن د نیوزویک مجلې ته وویل اصلی پوښتنه دا ده چی د افغانستان اقتصاد ی ستونزي حل سوي دي کنه دي.

او عملی پوښتنه دا ده چی په دغو ستونزو کی کومه یوه له لیست څخه لیری سوې ده کنه ده .

ورځپاڼه په پای کی وایی اوس هغه وخت را رسېدلی دی چی د اقتصادی ودي یو څو قلمونه له لیست څخه وایستل سی او کرزی باید په واشنگټن ډی سی کی دا وښیی چی د دې دپاره هغه څه پلان لری.

متحده ایالاتو له هغه سره د نورو مالی مرستو ژمنه هم کړې ده خو ښاغلی کرزی باید خارجه وزیری کلینټن ته وښیی چی د هغو کارونو څخه چی باید سوي وای کوم کارونه عملي سوي او سرته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG