د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عسکرو په ماسکو کې رسم گذشت وکړ


<!-- IMAGE -->

(عکس AP) روسیې نن د یکشنبی په ورځ په دویم نړیوال جنگ کې د بری پنځه شپیتمه کلیزه په ستر نظامی رسم گذشت سره ولمانځله.

دا د شوروی اتحاد د ړنگیدو نه وروسته په روسیه کې تر ټولو ستر رسم گذشت و.

د لومړی ځل لپاره دناټو څلورو دولتونو بریتانی، فرانسی، پولنډ او امریکا د سره میدان په رسم گذشت کې برخه اخیستی وه.

دروسېې جمهوررئیس دیمتری میدویدیف وویل، پنځه شپیته کاله پخوا نازییزیم تهماتی ورکړل شوه او هغه ماشین یې په ټپه ودراوه چې ټول بشریت یې تباه کاوه.

د المان د صدراعظمې انگیلا مارکیل او د چین د جمهوررئیس هوجنتاو په شمول د نړۍ په لسگونو مشرانو په دغه رسم گذشت کې گډون کړی وو.

څه دپاسه لس زره روسي عسکر په سره میدان کې په رسم گذشت تیر شول .

د روسیې یوه دډیرو مهمو ملي رخصتیو نه د بری ورځ ده او د روسېې د دفاع وزیر اناتولی سردیوکوف وویل، دپخوا له بل هروخت نه د روان کال لمانځل به ډیر ستر وی چې په درست هیواد کې به یوسلو دوه زره عسکر په رسم گذشت تیر شي.

XS
SM
MD
LG