د لاس رسي وړ اتصالات

هرات: طالبانو د کلیو د ساتونکو نه سرونه غوڅ کړل


هرات: طالبانو د کلیو د ساتونکو نه سرونه غوڅ کړل
هرات: طالبانو د کلیو د ساتونکو نه سرونه غوڅ کړل
<!-- IMAGE -->

د افغانستان د پوځ چارواکي وایي، ایتلافي قواوو د هرات په ولایت کې لس طالبانو وروسته له هغه ووژل چې طالبانو د کلیوالو د ساتنې د قوې د څلور غړيو سرونه غوڅ کړل.

د اسوشیتد پرس خبری آژانس وایي چې د کلیوالي دفاعي قوې دغه کسان وروسته له هغه د طالبانو په لاس کې پریوتل او سرونه یې ورڅخه پرې کړل چې دوی د هغه استخباراتي رپوټ په اړه تحقیق کاوه چې یوه ډله ځانمرگه بم چوونکي په سیمه کې د ایتلاف پر پوسته باندې حمله کوي.

بل پلو افغان او نړیوالو قواوو پرون وویل چی هغوی د بم جوړولو یوه فابریکه میندلی او دوه یاغیان یی پداسی حال کی ونیول چی د هلمند په ولایت کی د طالیانو په یوه قوماندان پسی گرځیدل.

همدا شان افغان او نړیوالو قواوو د هلمند په ولایت کی په یو لړ نورو عملیاتو کی د مخدره موادو یوه غټه ذخیره کشف کړه او یو شمیر یاغیان یی ووژل.

XS
SM
MD
LG