د لاس رسي وړ اتصالات

له طالبانو سره د سولې په نوي پلان کار روان دی


له طالبانو سره د سولې په نوي پلان کار روان دی
له طالبانو سره د سولې په نوي پلان کار روان دی

د افغانستان حکومت د سولی په یوه داسی پلان باندی غور کوی چی کیدای شی د طالبانو مشرانو ته په خارج کی د پناه ورکولو شرایط برابر شی، په شرط د دی چی هغوی د جنگ نه لاس اخیستو ته غاړه کیږدی.

د برتانیی دوو خبری منابعو رویتر او گارډین هم د دی پلان مسوده لیدلی ده.

دغه پلان دغه راز غوښتنه کوی چی هغو زرگونو یاغیانو ته به بیا روزنه ورکړی چی د افراطی افکارو نه لاس واخلی او کارونه به ورته پیدا کړی.دا وړاندیز په افغانستان کی د سولی د جرگی نه مخکی برالا شوی دی.

دا جرگه چی درۍ اونۍ وروسته په کابل کی جوړیږی هدف یی داد ی چی څنگه کیدای شی د یاغیانو سره سولی وشی.

حامد کرزئ به په روانه اونۍ کی د اوباما سره هم د سولی په مسله بحث وکړی.

XS
SM
MD
LG