د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگتن پوست: د افغان ستراتیژئ مانا چې کرزي ته ډیر احترام وشي


<!-- IMAGE -->

(عکس: AP) د واشنگټن پوست ورځپاڼه دمی په نهمه باندی د ېکشنبی د ورځی په تبصره کې لېکی چې دافغانستان د ستراتېژۍ مانا داده چې ښاغلی کرزی ته ډېر احترام وشی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې د امرېکا جمهوررئېس براک اوباما په صراحت باندی د خپل ملی امنېت ډلی ته هداېت ورکړېدی چې د جمهوررئېس حآمد کرزی سره د درناوی اواحترام نه ډک سلوک وشی.

داکاروروسته له هغه نه کېږی چې په دې نېژدی وخت کې دامرېکا د چارواکېو په واسطه ېولړ بېانېې په سخته لهجه خپرې شوی او ېولړ نوری نورو مساېلو افغان اولس مشر په غوسه کړ او له واشنگټن سره ېې د خپلو اړېکو په هکله پوښتنی رامنځته کړلی.

واشنگټن پوست، داوباما داداری د معتبرو چارواکېو له قوله لېکی چې تېره مېاشت، د سپېنی ماڼی په ېوه غونډه کې جمهوررئېس اوباما داخبره واضح کړله چې کرزی د جگړی په مساېلو کې د امرېکا مهم متحد او انډېوال دی او دا به دهغه د سفر په موده کې چې واشنگټن ته ېې کوی او ددوشنبی په ورځ پېل کېږی، څرگنده شی.

ورځپاڼه لېکی چی په دې توگه اوباما په خپله اداره باندی داسی انظباط او دسپلېن ټېنگ کړی چې د ښاغلی کرزی د مشروعېت او دامرېکا لپاره ېې دهغه د ارزښت په باب د بغاوت ضد مبارزه کې مبهمی او گډې وډی خبری کړی وی. ددی په نتېجه کې ښاغلی کرزی گواښ کړی و چې دی به له طالبانو سره ېوځای شی.

واشنگټن پوست لېکی چې ددواړو مشرانو د سلاکارانو ترمنځ په دوه ساعته مجلس کې دواړومشرانو دامجلس گټوربللی و.

واشنگټن پوست لېکی چې د ښاغلی کرزی ملاقات به د چارشنبی په ورځ په سپېنه ماڼی کې دهغه په دغه اوږده سفرکې مرکزی ټکی وی.

د لاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه دېکشنبی په ورځ لېکی چې ټولی سترگی د افغانستان د جمهوررئېس حآمد کرزی دواشنگټن سفرته متوجه دی. دغه ورځپاڼه لېکی چې دافغانستان د جمهوررئېس حآمد کرزي سفر واشنگټن ته ددوشنبی په ورځ پېل کېږی او ددې فرصت برابروی چې هغه خپلې جنجالی اړېکی داوباما له اداری سره په داسی وخت کې ښې کاندی چې افغانستان د ډېرو ځپونکیو شخړو سره لاس اوگرېوان دی .

دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه لېکی څرنگه چې دافغانستان او امرېکا ترمنځ د شراکت اوانډېوالی پالنه په دا اوس وخت کې ډېراهمېت لری نو نو ښاېې چې دواړه مشران د طالبانو د مصمم بغاوت او په اوروپاېانو او امرېکا ېا نو کې له نهو کلونو نه وروسته ددغی جگړی په هلکه د زېاتېدونکی ناکرارئ، په مقابل کې ېوه متحده جبهه وړاندی کړی.

لاس انجلس ټاېمز د پارلېمان دېوې غړې فوزېه کوفې له قوله د ښاغلی کرزی دتېرې مېاشتی د غرب خلاف بېانېو په هکله لېکی په دې نېژدی وخت کې چی کومی ستونزې وې، دهغو له امله چې ډېرخلک دغه سفرته متوجه دی.

ورځپاڼه دېوڅو چارواکېو له قوله لېکی چې نوی ټېنگار په دې مسله باندی دی چې د حکومتونو ترمنځ اړېکی په عملی شکل باندی ټېنگی شی.

په دې مسله باندی تقرېبا د ښاغلی کرزی سره په دې سفر کې ټولومعتبرو وزېرانو تاکېد کړیدی.

نجېه اېوبی دافغانستان دمطبوعاتو دېوې ډلی رئېسه واېې چې امرېکا غواړی چې د ښاغلی کرزی لپاره ېوه کارونه مشخص کړی او هغه ته به ووېل شی چی داستاسی مسوولېتونه دی او دا زموږ مسوولېتونه دی.

ورځپآڼه لېکی توقع کېږی چې په جمهوررئېس کرزی باندی به په خصوصی ډول فشار واچول شی چې په خپل حکومت کې د رشوت خوری اواداری فساد نور و ډولونو مخه ونېسی.

له هغه نه به ددې خبری ډاډ هم وغوښتل شی چې د سپتمبرپه مېاشتش کې به دانتخاباتو مهال وېش په معقوله اندازه په انصاف برابر وی. دا اندېښنه له دې نه راپېدا شوېده چې د تېرکال د اگست دمېاشتی د جمهوری رېاست انتخاباتو کې درغلی ډېره شوی وه.

که څه هم ښاغلی کرزی د اداری فساد خلاف په خپله نوی دوره کې په تېرو ٦ مېاشتوکې ډېر لږ محسوس پرمختگ ښودلی شی. خو هغه ډول لهجه چې د سپېنی مآڼی ېو عالېرتبه چارواکی دمارچ په مېاشت کې استعمال کړې وه کله چې ښاغلی اوباما د لنډ سفر لپاره کابل ته تللی و، توقع ده چې هغه به اوس په واشنگټن کې خاموشه وی. اوکه وی نو د بندو دروازو ترشا مجلس کې به وی.

د لاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې په افغانستان کې د ښاغلی کرزی د نقادانو ترمنځ هم ددی لپاره اشتها نشته ده چې هغوی دی په دغه راز ېو عالی مجلس کې د ښاغلی کرزی په حرمت اودرناوی کې کموالی ووېنی.

په کابل کې ېو سېاسی ساېنسپوه هارون مېر واېې چې دافغانانو لپاره دا ډېره مهمه ده چې دخپل جمهورررئېس هتک حرمت ونه وېنی. لاس انجلس ټاېمز لېکی چې د ښاغلی کرزی دواشنگټن سفر په داسی حال کې پېښېږی چی دغرب قواوې ددې لپاره ځانونه چمتو کوی چې طالبان له کندهار نه وباسی او دمرکزی حکومت واک او اختېا هلته ټېنگ کاندی.

XS
SM
MD
LG