د لاس رسي وړ اتصالات

فاروق اعظم: د کارگر گوند د ماتې علت افغانستان وو


<!-- IMAGE -->

په بریتانیه کې انتخابات پای ته رسیدلي دي. ډیر افغان څیړونکي په دې باور دي چې ددغو انتخاباتو نتیجه به پر افغانستان باندې هم اغیزه ولري.

اصلي سیالي د حاکم کارگر گوند او د محافظه کار گوند تر منځ وه چې یوه هم دومره رایې نه دي گټلي چې په یوازې ځان حکومت جوړ کړي.

په لندن کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر، ډاکټرفاروق اعظم وايي، کارگر گوند په بریتانیه کې یو قوي گوند دی او دیارلس څوارلس کاله ئې قدرت په لاس کې وو او اوس هم محبوبیت لري. مگر دافغانستان مسآلې ددغه گوند محبوبیت د سوال لاندی راوستی دی.

ښاغلی اعظم وايي: "خلکو محافظه کارگوند نه خوښیږی خو دکارگرگوند ته ئې زیاتی رایه ځکه ورنکړی چې په افغانستان کې یې پالیسی سمه نده . دبریتانیه خلک وايي، په افغانستان کې زموږ خلک غیر حق مری، هغه وعدی چې حکومت دافغانستان په باره کې کړی وی هغه پرځای نه شوی، په افغانستان کې خلک وژل کیږی، په افغانستان کې ددوی پیسی بی ځایه مصرفیږی،په افغانستان کې ئې داسی حکومت رانه وسته چې خلک په خوشحاله شی".

<!-- IMAGE -->

ډاکټر فاروق وايي، محافظه کار گوند پوره رایه ندی وړی او مجبور دی چې ائتلافی حکومت جوړکړی او تجربو ښودلې ده چې ائتلافی حکومتونه سم ندی چلیدلی. خلک دغه کمزوری حکومت مجبوروی چې له افغانستان نه را اووځی او دغه هیواد ته یوسیاسی حل پیدا کړی .

ډاکټر فاروق وايي، دغه انتخابات به امریکا ته یو پیغام هم وی چې دافغانستان په باره کې دبریتانیه خلک تشویش لری.ډاکټر فاروق وايي، دغه انتخابات به نور اروپائې هیوادونه وهڅوی چې په امریکا فشار راوړی چې افغانستان ته یو سوله ایزه حل پیدا کړی .

ډاکټر فاروق وايي، دبریتانیه دنوی حکومت پالیسی به دسیمی دهیوادونو په باره کې فرق ولری.

XS
SM
MD
LG