د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس کرزی واشنگټن ته راورسید


جمهور رئیس کرزی واشنگټن ته راورسید
جمهور رئیس کرزی واشنگټن ته راورسید

د افغانستان جمهوررئېس حآمد کرزی نن ددوشنبی په ورځ واشنگټن ته د څلور ورځنی رسمی سفر لپاره راورسېده.

ددغه سفر مقصد دادی چې له ېولړ مشاجرو نه وروسته خپل منځی اړېکی ښی کاندی. رپوټ واېې چې له ښاغلی کرزی سره دهغه د کابېنی لس دولس وزېران په دغه سفر کې ملگری دی اوکله چې هغوی د انډرېوز دهواېې قواو په مېدان کې ښکته شول نو د امرېکا چارواکېو په دغه هواېې مېدان کې چې پاېتخت واشنگټن ډی سی ته نېژدی دی، دهغوی هرکلی وکړ.

دامرېکا خارجه وزېره هېلری کلنټن به ښاغلی کرزی بېا وروسته دماښام دډوډۍ لپاره مېلمه کاندی. ترهغی وروسته به له هغه سره د سه شنبی په ورځ رسمی خبری وکړی.

دافغانستان جمهوررئېس کرزی به له جمهوررئېس اوباما سره د چارشنبی په ورځ ملاقات وکړی. هغه به دامرېکا دکانگرېس له غړېو سره هم ملاقات وکړی.

رپوټ واېې ددې تمه کېږی چی پرافغان مشر باندی به د ښه حکومت چلولو اوهغو هلوځلو په برخه کې فشار واچول شی چې له اداری فساد سره مبارزه وکړی. ددې اونی په بحث کې ددې توقع هم شته ده چې دواړه خواوې، په افغانستان کې پر نهه کلن جنگ او د ېاغېانو خلاف پرهلوځلو باندی تمر کز وکړی؛ په دې کی به د ښاغلی کرزی پرهغه پلان باندی هم بحث وشی چې له هغوطآلبانو سره پخلاېنه وکړی، چې سوله غواړی.

دافغانستان د جمهوررئېس حآمد کرزی دا سفر وروسته له هغه نه اولنی سفرد ی چې هغه امرېکا ېې چارواکې په غوسه کړل. هغ ادعا کړی وه چې خارجې حکومتونه او دملگرو ملتونو ماموران دهغه پراخه تقلب ترشا ولاړ وو چې دتېرکال د جمهوری رېاست په ا نتخاباتوکې پېښ شو.

په هغه سرمقاله کې چې د ېکشنبی په ورځ په واشنگټن پوست کې خپره شوه ښاغلی کرزی داومنله چې دامرېکا متحده اېالاتو او افغانستان ېو څه اختلافات درلودل. خو هغه ووېل چې دافغانستان ډېر مهم ستراتېژېک تصور چې سوله او ثبات ېې دافغانانو او امرېکاېانو دخوندېتوب ضمانت کوی ، دادواړهېوادونه ېې سره ېوځای ساتلی دی.

ددوشنبی په ورځ دبشری حقوقو داکسفام اداری په خپله وېنا کې جمهوررئېس کرزی او جمهوررئېس اوباما دېته هڅولی دی چی دافغان ملکېانو خوندېتوب ته داولېت حق ورکړی چې په دغه شخړه کې رااېسارشوېدی.

XS
SM
MD
LG