د لاس رسي وړ اتصالات

د کرزي او اوباما د ملاقات په درشل کې امریکايي چارواکي غږیږي


<!-- IMAGE -->

(عکس: AP) په افغانستان کې دامریکا او د ناټو د قواو قوماندان او په دغه ملک کې د امریکا سفیر پرون د دوشنبی په ورځ د جمهوررئیس کرزي او د امریکا د جمهوررئیس ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې له خبرو نه دمخه وغږیدل.

امریکا په ښاغلې کرزی باندی فشارته دوام ورکړیدی چې اداری فساد ورک کړی او ښې حکومتداری ته پراختیا ورکړی .

ټاکل شوی چې داوباما دحکومت او دکابل دحکومت ترمنځ دیوې مودی له تاوتریخوالی نه وروسته دچهارشنبی په ورځ خبری وشی.

جمهوررئیس اوباما دمارچ په میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و او له هغې نه وروسته په هفته هفتو دا پوښتنه کیده چې جمهوررئیس حامد کرزی به سپینی ماڼۍ ته راشی یانه ځکه چې د اوباما حکومت دافغانستان دمشر دهغو تبصرو په باره کې عکس العمل وښوده چې دلویدیځ په پالیسی باندی پکی انتقاد کړی و.

که څه هم چې ښاغلی کرزی وغوښتل چې روابطوته رسیدلی تاوان تلافی کړی، په دغو خبروکې به چې هغه به ئې دجمهورریئس اوباماسره وکړی، دبهرنیوچارو دوزیری هیلری کلنټن سره به سلامشوری وکړی او دافغان دکابینی دغړو غونډی چې دده ملگری دی شامل دی، کوښښ وشی چې روابط په ډیر مثبت پلو بوتلل شی.

په افغانستان کې دامریکا سفیر کارل ایکنبری پرون ددوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دمعلوماتو دورکولو په وخت کې وویل:

په راتلونکو ورځو کې به ډیری جدی خبری په یولړموضوعاتو وشی چې پدی کې زموږ دحکومت وعدی شامل دی چې څرنگه دافغانستان امنیتی او قضائې مؤسسو په تقویه کولواو چټک کولو کې مرسته وشی.

دښاغلی کرزی د څلورورځنی سفر په موده کې برسیره پرنورو موضوعاتو دطالبانو سره دخبرواو په ټولنه کې دهغوی په بیا شاملیدلو او دامریکا او ناټو په هغو کوښښونو باندی خبری کیږی چې غواړی دافغانستان ملی اردو او ملی پولیس بیرته پخپلو پښوودروی.

دجمهوررئیس براک اوباما دتقسیم اوقات له مخی به بل کال دجولای په میاشت کې امریکائې عسکر له افغانستان نه په وتلوپیل وکړی.

مگر امریکائې ماموران پدی ټکی ټینگار کوی چې داخری وتلو لپاره نیټه نده ټاکل شوی او په سیمه کې دپیښوپه ارزیابی سره به دغه جریان تعقیب شی.

په افغانستان کې دامریکا لوړرتبه قوماندان جنرال مک کریسټل وايي، په مخکی لا ډیر کار پروت دی او دافغانستان دپوځ او پولیسو بیرته په پښودرول سټرټیجیک لومړیتوبونه دی. هغه گډو دوامدارو عملیاتو ته داشاری په ترڅ کې وویل چې غواړی دهیواد په جنوبی سیمه کې ارامی راولی په خاصه توگه دکندهار په ښارکې . هغه زیاته کړه چې په مخکی پرته لاره به اسانه نوی. جنرال مک کریسټلی وايي:

دا جریان وخت نیسی. دا به زړورتیا او نرمښت وغواړی.موږ به دمخ په زیاتیدونکې تاوتریخوالی مقابله وکړو په داسی حال کې چې زموږ گډی امنیتی قواوی دطالبانو ترلاس لاندی سیمو ته غزیدلی دی. مخ په زیاتیدونکی توگه به دغه تحرک افغان قواوته دسپارل شی . دوخت په تیریدو سره به امنیتی مسؤلیت افغان قواوی په غاړه واخلی .

دسفیر ایکنبر نه پوښتنه وشوه چې په افغانستان کې دو‍ضع په باره کې اوس لږ شکمن یاستی چې دا دجمهوررئیس حامد کرزی داقدام له مخی نه دی یا هغه خپلی وعدی پوره کړی دی. سفیر ایکنبری له احتیاط سره خوشبینی وښودله چې وايي، په ډیرو برخو کې پرمختگ شویدی.

ښاغلې ایکنبری دی پوښتنی ته له ځواب ورکولو نه ډه ډه وکړه چې دجمهوررئیس کرزی په باره کې دی اندیښنی کمی شوی دی که څنگه. دی وايي:

جمهوررئیس کرزی دافغانستان انتخاب شوی جمهوررئیس دی . افغانستان یونژدی دوست او متحد دی. او البته زه دجمهوررئیس کرزی په دغه وظیفه کې ډیر احترام کوم.

دجمهوررئیس اوباما دارزیابی په باره کې چې دافغانستان دهمکاری په باب ئې کړی، دیولړپوښتنو په وخت کې دسپینې ماڼې نطاق رابرټ گبز دکرزی حکومت سره انډیوالی یاده کړه او وویل:

موږ باید په امنیت او ملکی دواړو برخو کې گامونه اوچت کړو. موږ به هغه اقدامات وستایو چې دوی ئې وکړی او ددی لپاره چې په امنیتی یا حکومتی برخو کې ښه والی راغلی وی نودضروری گامونواوچتول پکاردی. موږ به ددوی سره په گډه کارکوو چې ددغو کارونو سرته درسولو ډاډ ورکړل شی.

ټاکل شوی چې نن دسه شنبی په ورځ جمهوررئیس کرزی دبهرنیوچارو په وزارت کې یولړغونډی وکړی او دبهرنیوچارو دوزیری میرمن کلنټن سره گډی تبصری وکړی .

ټاکل شوی چې جمهوررئیس اوباما او دجمهوررئیس مرستیال جیو بائډن به دچهارشنبی په ورځ دښاغلې کرزی سره ملاقات وکړی او توقع ده چې دواړه جمهوررئیسان گډ مطبوعاتی کنفرانس ورکړی. جمهوررئیس کرزی او د ورسره هیآت نور غړی به دکانگرس دغړو سره وگوری.

XS
SM
MD
LG