د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس کرزی له هیلري کلینټن سره وغږید


جمهور رئیس کرزی له هیلري کلینټن سره وغږید
جمهور رئیس کرزی له هیلري کلینټن سره وغږید

<!-- IMAGE -->

(عکس: AFP ) د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې افغانستان سره د امریکا ژمنې ته په ټینگار سره وویل چې په دې هیواد کې د امریکا په مشري د بین المللي قواوو د ماموریت د ترسره کیدلو نه او د ملک نه دو تلو نه وروسته به هم دوام وکړي.

دې دا خبرې د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سره د خبرو نه وروسته بیان کړلې.

د افغانستان جمهور رئیس او ورسره هیات ته یې په امریکا کې د لوړ رتبه د سطحې ډپلوماتیک هرکلی وویل شو.

د امریکا لوړ پوړي چارواکي پخپله دا مني چې دا کار ددې لپاره وشو چې د افغانستان د جمهوررئیس سره اړیکې بیرته ورغیږي کومې چې په تیرو څو میاشتو کې ترنگلی شوې وې.

د امریکا متحده ایالاتو په څرگنده توگه د افغانستان په حکومت باندې د اداري فساد تورونه لگول او ویل به یې چې د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې چې کرزي په کې بریال شو، په پراخه پیمانه ټگي برگي شویدې وه.

افغانانو هم په خپل وار د پوځي عملیاتو په دوران کې د ملکي وگړو په وژل کیدلو د امریکا په مشري د قواوو نه سرټکول. کرزي په دې اړه ویلي ؤ چې دغه کارونه به دی دېته وهڅوي چې طالبانو خواته واوړي.

کرزي او هلري کلنتن دواړو د اړیکو د ښه کیدلو لپاره په دوو ورځنۍ خبرو کې په دې خبره ټینگار وکړ چې د افغانستان او امریکا تر منځ دوه اړخیزه همکارۍ به تل دوام ولري.

کلنتن وویل: ددې لپاره چې زمونږه ستراتیژیکه همکاري دوام وکړي مونږ باید په خپل گډ تصور کې ښه والی راولو او په دې سره به مونږ ددواړو ملتونو او خلکو ترمنځ اړیکې نورې هم ژورې کړو. او دغه اړیکې به تر هغه وخت نه زیات دوام وکړي چې زمونږ وروستنی عسکر له افغانستان نه وځي. دا زمونږ پلان دی او دا زمونږ تعهد دی.

کلنتن په داسې حال کې چې د کرزی سره د امریکا د حکومت د نظر په اختلاف خبرې کولې وویل چې دوه خپلواک هیوادونه ضرور نه ده چې په ټولو برخو کې د نظر یو والی ولري. د تفاوتونو اندازه په خپله ددې خبرې ښکارندویه ده چې د اعتماد فضا موجوده اودا د یوه معنی نه ډکو مذاکراتو لپاره ضروري ده.

د افغانستان جمهو ررئیس حامد کرزي هم دې ته ورته نظر څرگند کړ او وی ویل چې پاخه ملکونه وخت په وخت داسې خبرې کوي. کرزي وویل:

خو دا د اړیکو د پوخوالي په معنی دی او د دوام دارو اړیکو په مفهوم دی. او داسې اړیکې مونږ هدف ته رسوي. او مونږ د همدې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د همکارۍ لاسونه سره ورکړي دي تر څو په افغانستان کې امنیت راشي او بیا دغه امنیت امریکا خواته هم وغځیږي او نور ې دنیا ته هم وغځیږي.

ښاغلي کرزي وویل، افغانستان چې څومره مخکې ځي هغومره د خپل خپلواک قضايي سیستم او د خپل ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب غواړي.

ده په افغانستان کې د امریکا او دناتو د قواوو د قوماندان جنرال مک کرستال نه مننه وکړه ځکه ده هغه گامونه پورته کړي دي چې د هغو سره په جنگي عملیاتو کې د ملکیانو مرگ ژوبله کمه شي، او نتیجه هم ورکړیده. کرزي وویل ده د افغانستان نه په داسې مواردو کې بښنه هم غوښتې ده.

ښاغلي کرزي زیاته کړه چې باید دواړه خواوې زیات کار وکړي تر څو ددغسی پېښو د کیدلو مخنیوی وکړي او د هغو د بدو عواقبو نه ځان وساتي.

د افغانستان مشر د امریکا نه مننه وکړه چې افغانستان سره یې ملکي اونظامې مرستې کړي دي او زیاته یې کړه چې دده حکومت به دا هڅه وکړي چې خپل مسئولیت نور هم درک کړي اود غه ملک به په راتلونکي کې د چا د اوږو بار نه شي.

ښاغلی کرزی به د چار شنبې په ورځ د ښاغلي اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې وگوري.

XS
SM
MD
LG