د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه کې نوی حکومت د جوړیدو په حال کې دی


<!-- IMAGE -->

د برتانیې لیبرال دیموکرات ګوند وایي چې د راتلونکي حکومت په جوړیدو باندې بحث وروستیو شیبو ته نږدې شویدی او داسې ښکاري چې دغه ګوند به د بل کوم ګوند سره شریک حکومت جوړ کاندي.
د لیبرال دیموکرات ګوند مشر نک کلیګ چې ګوندیې د تیرې اونۍ په انتخاباتو کې دریم مقام ګټلی و، وایي چې اوس خبرې مهم او وروستي پړاو ته رسیدلي دي.

د لیبرال دیموکرات ګوند به نن د سه شنبې په ورځ د کارګر ګوند سره خبرې وکړي. یوه ورځ مخکې د کارګر ګوند مشر صدر اعظم ګورډن براون وړاندیز کړی و چې د دغه ګوند د مشرۍ نه به استعفاه وکړي.

د صدراعظم ګورډن براون د استعفاه له مخې به د لیبرال دیموکرات ګوند غړي هم یو څه وهڅیږي ځکه چې هغوي د بروان سره د ګډ کار کولو په اړه یو څه زړه نا زړه وو.

لیبرال دیموکراتان همدارنګه د محافظه کار ګوند سره په یو ځای کیدو باندې غور کوي. محافظه کار مخالف ګوند په انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې وې خو هغوي پدې نه وه توانیدلي چې اکثریت رایې وګټي نو ځکه هغوي دیته مجبوره دي چې د بل ګوند سره ایتلافي حکومت جوړ کړي.

د محافظه کار ګوند رییس ډیوډ کیمران نن د سه شنبې په ورځ په لیبرال دیموکراتانو باندې یو ځل بیا فشار زیات کړ او دهغوي نه یې وغوښتل چې اوس د پریکړې کولو وخت دی.

XS
SM
MD
LG