د لاس رسي وړ اتصالات

د فلپین انتخاباتو کې سناتور اکوینو مخکې شوی


<!-- IMAGE -->

د فلپین د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې سناتور اکوینو د نورو کاندیدانو نه مخکې دی.

د فلپین د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یو شمیر کاندیدانو خپله ماتې منلې ده او سناتور بینګنو اکوینو ته یې مبارکي ویلي ده.

تر دې دمه د 75 فیصده سیمو رایې شمارل شویدي چې ښاغلي اکوینو پکې 40 په سلو کې رایې ګټلي دي او د هغه نږدې انتخاباتي سیال جوسف استرادا 26 په سلو کې رایې ګټلي دي.

د ناسوینالیستا د ګوند کاندید مانیول ویلار نن د سه شنبې په ورځ لومړی خپله ماتې ومنله او ویلي یې دي چې هیواد د زیاتوي اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ټول باید چې په ګډه کار وکړو.

برحاله جمهور رییسې ګلوریا ارویو چې د ځینو محدودیتونو له مخې ورته د دوهم ځلي انتخاب کیدلو اجازه نه وه ورکړل شوې، یو ټیم یې جوړ کړیدی چې د واک په لیږدولو کې به ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG