د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي وژل شویو امریکايي عسکرو ته په درناوي خپل سفر پای ته ورساوه


کرزي وژل شویو امریکايي عسکرو ته په درناوي خپل سفر پای ته ورساوه
کرزي وژل شویو امریکايي عسکرو ته په درناوي خپل سفر پای ته ورساوه

<!-- IMAGE -->

د افغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي، په واشنگټن کې د پنجشنبی په ورځ دخپل سفر چاری تقرېبا پاېته ورسولی او دامرېکا دمتحده اېالاتواو افغانستان ترمنځ ېې وروستی تشنج بې اهمېته وگاڼه.

ښاغلي کرزي نن د امریکا ددفاع له وزیر رابرت گیټس سره ملاقات وکړ. تر ملاقات وروسته ښاغلی گېټس لهجمهور رئیس کرزي سره یو ځای د لویو درستیزانو د کمیټی د رئیساو د سمندری قواو له ستر جنرال ماېک ملېن او جنرال ستانلی مکرېستلسره په گډه د ارلنگټن ملی هدېری ته ورغی او هلته یې د عسکرو د قبرونو زیارت وکړ.

دافغانستان مشر چې دامرېکا د زخمی شوېو عسکرو سره ېې د سه شنبی په ورځ ملاقات وکړ ، دافغانستان په برخه کې ېې دامرېکا دملاتړ او هغو سرښندنو مننه وکړه چې دامرېکا عسکرو دطالبانو د بغاوت سره په جگړه کې کړېدی.

نن همدارنگه ښاغلی کرزی، له مېرمن هېلری کلنټن سرهد پوښتنو او ځوابونو پهمجلس کې اشتراک کوي. هغه له هېلری کلنټن سره د خپل سفرپه دوران کې د اونۍ په اولو ورځو کې ملاقات وکړ. د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزي او د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د چارشنبی د ورځې په خبرو کېچې په سپینه ماڼی کې وشولی، یوه متحده جبهه وړاندی کړله.

دامرېکا جمهوررئېس ووېل چېوروستی تشنج له خپلې اندازی نهپه خبروکې زېاتښودل شوېدی او خپل تعهد ېې د خوندی او باثباته افغانستان لپاره څرگند کړ. ښاغلی کرزی بې له دېنه چې د زېات اداری فساد اتهامات په خپله اداره کې په خاصه توگه ذکر کړی، ددی خبری تصدېق وکړ چېپه افغانستان کې( داندېښنی وړ مساېل اونېمگړتېاوی)شته دی.هغه ووېل چی له جمهوررئېس اوباما سره خبری داړېکو د ټېنگېدلو سب شوی.

دهغوی په خبرو کې، له القاعده اونورو افراطې ډلوسره په جگړه باندی، دافغانستان دقواو په انکشاف، روزنه ، تجهېز او افغان حکومت په تقوېه کولوباندی تمرکز وشو. دامرېکا دمتحده اېالاتو جمهوررئېس لوړه وکړله چې دافغان ملکېانو مرگ ژوبله داېتلاف دقواو له خوانه کمه شی.دملکېانو مرگ ژوبله دافغانستان دمشر لپاره ېو ډېره مهمه اندېښنه ده.

XS
SM
MD
LG