د لاس رسي وړ اتصالات

د پارلماني انتخاباتو د کاندیدانو لمړنی لست خپور شو


د پارلماني انتخاباتو د کاندیدانو لمړنی لست خپور شو
د پارلماني انتخاباتو د کاندیدانو لمړنی لست خپور شو

<!-- IMAGE -->

د افغانستان د راروانو پارلمانی انتخاباتو لپاره د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون له خوا د ټاکل شوی کړنلاری له مخی د پنجشنبی په ورځ ددغو انتخاباتو د کاندیدانو د نومونو لمړنی لست خپور شو.

د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د دارلاانشا مرستیال ذکریا بارکزی د نومونو د لست د اعلانولو په وخت وویل چی د راروانوانتخابات لپاره ۲۶۷۳ کسانو نومونه لیکلی وه چی انتخاباتو د خپلواکه کمیسون له خوا د کاندیدانو د اسنادو د پلټنی وروسته د ۲۲۶ کسانو نومونه د کاندیدانو د نومونود لست نه وغورځول شو.

"مونږ د کاندیدانو د نوم لیکنی په بهیر کی ۲۶۷۳ تنه ثبت کړی وه چی د هغی له جملی نه ۴۱۹ یی ښځی او ۵۶ یی کوچیان دی".

د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د معلوماتو له مخی د کنړ او نیمروز د ولایتونو پرته په نورو پاتی ولایتونو کی په کم او یا زیات شمیر کسانو نومونه د کاندیدانو د لست نه غورځول شوی دی چی کم شمیر یی په هرات او زیات شمیر یی په کابل کی دی په هرات کی د یو تن نوم ددغه لست نه غورځول شوی دی.

د افغانستان د راروانو پارلمانی انتخاباتو په لمړنی لست کی په تیرو پارلمانی انتخاباتو کی د ډیرو لاړو کاندیدانو د نومونو ترڅنګ ځینی نوی نومونه هم ترسترګو کیږی خو پدی لست کی د ولسی جرګی د اکثرو اوسنیو غړو نومونه چی یا د خپلو پخوانیو انتخاباتی حوزو نه ځانونه کاندید کړی او یا یی هم د کابل نه ځانونه کاندید کړی لیدل کیږی.

د کابل ولایت نه د کاندیدانو شمیر د شپږ سوو نه اوښتی دی چی تر سلو یی ښځی دی. د انتخاباتو څپلواکه کمیسون وایی چی هغوی چی نومونه یی د کاندیدانو د لمړنی لست نه لویدلی دی د کاندیدلو په وخت یی دغه کمیسون ته د زرو ملاتړو د رای اچونی پاڼی نه وی برابری کړی.

د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون ریس فضل احمد معنوی د پنجشنبی په ورځ خبریالانو ته وویل چی هغوی چی داګڼی چی نومونه یی په ناسمه د کاندیدلو له لست نه غورځول شوی کولی شی په راروانو اوو ورځوکی د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون ته ورشی او د انتخاباتو څپلواکه کمیسون په خلاف خپل اعتراض هلته ثبت کړی.

"مونږ چی کوم وخت ټاکلی اوه ورځی دی یوازی د اعتراضونو لپاره دا یوه موقع ده بیا د شکایتونو وخت رارسیږی چی چی یوه میاشت وخت به واخلی".

د انتخاباتو خپلواکه کمیسون وایی چی د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کی د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسون ولایتی دفترونه پرانستل شوی او په پاتی شپږ ولایتونو کی به د شنبی تر ورځی ددغه کمیسون دفترونه پرانستل شی .

د انتخاباتو خپلواکه کمیسون له خوا د ورکړل شوو شمیرونو له مخی د نارینه کاندیدانو په نسبت په زیات شمیر د ښځینه کاندیدانو نومونه د لست نه ایستل شوی دی خو معنوی وایی چی داسی هیڅ ولایت نشته چی پکی د ښځو څوکیو لپاره ددوو نه زیاتی کاندیدانی ولاړی نه وی.

د افغانستان ولسی جرګه ۲۴۹ څوکی لری چی هر ولایت ته د څوکیو ونډه د ولایت د نفوسو په تناسب ټاکل شوی ده . د انتخاباتو خپلواکه کمیسون د راروانو پارلمانی انتخاباتو د نومونو دا لست پداسی حال کی خپورکړی چی لا تراوسه د حکومت او پارلمان ترمنځ د انتخاباتو په قانون را پورته شوی جنجال همغسی په خپل ځای پاتی دی.

د افغانستان ولسی جرګی د انتخاباتو نوی قانون دوه ځلی د رایو په اکثریت رد کړی دی خو ددغی جرګی د ربیس په ګډون ډیر غړی د همدی نوی قانون له مخی خپل ځانونه راروانو انتخاباتو ته کاندید پاتې دی.

XS
SM
MD
LG