د لاس رسي وړ اتصالات

کرمه کې یاغیانو حکومتي مامورین تښتولي


South Korean Army soldiers patrol along a barbed-wire fence near the border village of Panmunjom in Paju, South Korea, March 11, 2013.
South Korean Army soldiers patrol along a barbed-wire fence near the border village of Panmunjom in Paju, South Korea, March 11, 2013.

یاغیانو د پاکستان په قبائیلی سیمه کی نن یو شمیر کسان برمته کړي وو خو اکثریت یی په عین ورځ خوشی شول.

محلی چارواکی وایی چی قومی مشران د برمته شوو کسانو د خوشی کولو لپاره په مذامکراتو لگیا دي.

چارواکی وایی چی دا پیښه د کرمی په اجینسۍ کی د پیښور او پاړه چنار د سړک په اوږدو کی شوی ده.

چارواکی وایی چی په دغو برمته شوو کسانو کی د برښنا د تولید د دولتی کمپنۍ مامورین هم شامل دي.

تر اوسه پوری نده معلومه شوې چی څو کسه خوشی شوي او څو کسه تراوسه پورې برمته کونکو ساتلي دي.

د برمته کیدیو دغه پیښه پداسی حال کی کیږی چی په دی سیمه کی د سولی د اعاده کیدو هلی ځلی روانی دي.

XS
SM
MD
LG