د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل له ایران سره خبرو کې دمنځگړيتوب هڅه کوي


<!-- IMAGE -->

د برازیل جمهور ریس لویز ایناسیو لولا دیسلوا د ایرانی چارواکیو سره په دی هیله وکتل چی د تهران د اټومی پروگرام په سر د نړیولو د غوښتنو مینځگړیتوب وکړي.

جمهور ریس دیسلوا نن په تهران کی د جمهور ریس احمدی نژاد او د ستر روحانی مشر آیت الله علی خامنیی سره وکتل.

د برازیل جمهور ریس تمه لری چی ایران په دی باندی قانع کړی چی د اټومی انرژۍ موافقه ومني او په ایران باندید ملگرو ملتونو د څلورم ځل بندیز مخه ونیسی.

د امریکا او روسیی عالی رتبه چارواکیو ویلي چی د برازیل مینځگړیتوب به د ایران لپاره وروستئ فرصت وي چی د نویو بندیزونو مخه ونیسي.

دغه موافقه د ایران لخوا رد شوېوه چی ایران د ټیټی کچی یورانیوم بهر ملک ته ولیږی او هلته به د غنی کیدو وروسته ایران ته ولیږل شی تر څو په ایران کی په طبی تحقیقاتی بټیو کی وکارول شی.

XS
SM
MD
LG