د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار: د غازي امان الله خان د مینې پر سر مرگ ژوبله اوښتې


ننگرهار: د غازي امان الله خان د مینې پر سر مرگ ژوبله اوښتې

ننگرهار: د غازي امان الله خان د مینې پر سر مرگ ژوبله اوښتې

لږترلږه پنځو تنو ولسي کسانوته دننګرهارپه ولايت کې دغازي امان الله خان مېنې دکورجوړولو ديوې پروژې پرسر راولاړه شوې شخړه کې مرګ ژوبله واوښته.

دغه مرګ ژوبلههغه مهال رامنځته شوه چې دغازي امان الله خان مېنې پرسر دولسي خلکو چې ځان په دغې مېنه کې شريک بولي اودپروژې ترمنځ دنمرو دويش پر سر تاوتريخوالى رامنځته شو.

ولسي خلکودخپل حق دغوښتو لپاره بيل پراوږه تبراوکوتک په لاسپه مظاهره راووتل.اوداشعارونه يې ورکول چې دوي ګډوډي نه غواړي يوازې دقانون په رڼا کې دخپل حق غوښتنه کوي.

دوي وايي دمظاهرې په ځاى کې پوليسواوملي اردو غبرګې ليکې جوړې کړې وې .دپروژې دساتونکيوله خواپرې ډزې وشوې چې پردغو ډزودسيمې ولسي کسانوپه وينالږترلږهپنځو تنو ولسي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددوي په وينا په دې پېښه کې يوتن مړ اوپاتې نور ټپيان شوې دي. دوي وايي دپروژې مشرورسره ژمنه کړې وه چې دوي ته به داصولوله مخې خپلې نمرې ورسپاري خوهغوي ورسره په خپلې ژبې ونه درېدل اودوي دې ته اړشول چې پروژې ته راشي اودخپل حق غوښتولپاره ناره ووهي.

خودننګرهار ولايت وياند احمدضياعبدالزى وايي چې دغازي امان الله خان دپروژې دواړومتضادولوريو تيره شپه په خپلومنځوکې روغه وکړه اودخپلې ناستې نتيجه يې مقاماتوته واوروله خويوه لهلوروي له دې پرېکړې سرغړونه وکړه .چې په نتجه کې دغه شخړه رامنځته شوه.

عبدالزى وايي دولايت مقام ددې پېښې دڅېړنې لپاره سيمې ته يوهيت لېږلى چې ددغې پېښې څیړنه وکړي .دى وايي په دې پېښه درسېدلوراپورونو پربنسټ دوه تنه زخميان شوي دي .

دغازي امان الله خان مېنه له جلال اباده شاوخوا ٢٠کيلومېتره وړاندې لمرخاته ته پرته ده .دغه پروژه دجمهورريس دفرمان له مخې خصوصي سکتور ته دکورونوجوړولولپاره ورکړل شوې ده چې مشري يې نجيب ضراب کوي خودسيمې خلک وايي چې په دې پروژه کې دسيمې خلکوحقوق هم خوندي دي.

دغه پروژه دتورخمجلال اباد پرلاره پرته ده.

پردې پروژې تردامهاله په ملياردونو سرمايه ګوزاري شوې ده.دغه مینه په خپلهغېږکې کورونه،پوهنتون ،روغتون ،جوماتونه اودلوبولپاره عصري ميدانونه لري.

تردې پروژي وړاندې هم دځمکوپرسر دقبيلوترمنځ شخړې شوې دي څه موده وړاندې دشينواروترمنځ دځمکې پرسر شخړه دې بريد ته ورسېده چې پرلسوزيات ولسي کسان په کې مړه اوزخميان شول.

XS
SM
MD
LG