<!-- IMAGE -->
افغان چارواکي وایي د پامیر د هوایي شرکت یوه الوتکه چې د بهرنیو کسانو په شمول پکې 40 تنه سپاره وو نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې په غرونو کې لویدلي ده.
دغه الوتکه د کندوز ولایت نه د کابل په لور روانه وه چې ترۍ تمه شوه.
په کابل کې د برتانیې سفارت ویلي دي، په دغې الوتکې کې درې برتانویان هم سپاره وو.
د ژغورونکو ډلې د افغانستان په شمال کې د سالنګ تونل ته نږدې د هندوکش غرونو په لوره خوځیدلي دي او هڅه کوي چې معلومه کړي چې دغه الوتکه په کوم ځای کې غورځیدلې ده.
ناټو هم د الوتکې په لټولو کې مرسته کوي. ایتلافي قواوو د دوه هیلوکوپترو په شمول څو الوتکې د پیښې ځای ته استولي دي او ټولې یې هڅه کوي چې د الوتکې د غورځیدلو ځای پیدا کړي.
ناټو همدارنګه ویلي دي چې یو شمیر نورې الوتکې او هیلوکوپترې یې د آماده باش په حالت کې د کابل او بګرام په هوایي ډګرونو کې درولي دي.
افغان چارواکي وایي چې په سالنګ کې هوا خړه پړه ده نو ځکه د لټولو عملیات یو څه د ستونزې سره مخ دي.