د لاس رسي وړ اتصالات

د تایلنډ مظاهرې په خونړیو جگړو اوښتي


د تایلنډ مظاهرې په خونړیو جگړو اوښتي
د تایلنډ مظاهرې په خونړیو جگړو اوښتي
<!-- IMAGE -->

په بنکاک کې کرۍ شپه د ډزو نه وروسته ددې ملک په روان سیاسي اړ دوړ کې د مظاره کونکو د یوه مشر په گډون د مړو شمېر شپږ دېرش تنو ته ورسېد.

د تایلند پوځ ددغو ناکراریود پای ته رسولو د پاره وخت نن دغر مې نه وروسته سلعتونه ټاکلي دي او ویلي یې دي چې باالخصوص ښځې او ماشومان دې د ښار په زړه کې د مظاهره کونکو د کمپ نه ووزي.

تېره شپه د بنکاک د ښار په مرکزي برخه کې بېگا تر سهاره جنگ دوام درلود. ناکرارۍ د سېلون تر سرک پورې چې د سیلانیانو علاقه ده خورې شوې او رپوتونه وایي چې تېره شپه د لوکسو هوټلونو په علاقه کې هم ډ زې اورېدل شوې دي.

په تایلند کې د مړو په شمېر کې د زیاتوالي د رپوټونو تر څنگ د پوځ جنرال کاتي سواسیپال چې د مظاهره کونکو سره یو ځای شوئ ؤ او په تېره هفته کې زخمي شو ئ ؤ نن د خپلو زخمونو نه مړ شو. دغه جنرال چې په سې د نگ هم مشهور ؤ د مظاهره کونکو تر شا ودرېد او د هغوی د کمپ د امنیت بندو بست یې وکړ.

د تایلند حکومت مظاهره کونکو ته ویلي چې د راجاپراسانگ په تجارتي او پرچون فروشۍ سیمه کې د خپل کمپ نه نن ووزي او که نه نو وبه نیول شي. امنیتي قواوو تل هغوی ته دغسې گواښونه کړیدي، خو بیا یې ورته ټاکلئ وخت بدل کړیدئ.

دغه مظاهره کونکي چې یوه نیمه میاشت کېږي چې دغه ځای یې اشغال کړیدئ دوامدار مقاومت کوي، خو په یو څو محدود شمېریې ددې کمپ نه وتلي دي.

په تلویزیوني رپوټونو کې ښکاري چې د ښار په لمنه کې د مظاهره کونکو طرفداران ر اغونډ شوي او د سور کمېسو د کمپ ننداره کوي. سور کمیسي د تلویزیونونو سره مر کې کوي. یو سور کمیسئ داسې وایي:

هغه په صدراعظم تور لگوي چې حکوت یې د پوځ نه د ولس د ځبلو د پاره کار اخلي. یو لاروئ وایی چې د مظاهره کونکو پر خلاف د پوځي قوي استعمال ولس په غوصه کړیدئ. هغه وایي:

لدې امله چې خلکو صدراعظم انتخاب کړیدئ پکار دي چې هغه د خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي. صدر اعظم د صدارت د چارو د پرمخ بېولو دپاره انتخاب شوئ ؤ نه د خلکو د وژلو د پاره.

صدر اعظم ابهېست ویلي دي چې حکومت او پوځ د یاغیانو سره د خبرو په شمول تر خپله وسه کوښښ وکړ چې د تشدد مخه ونیسي او تلفات کم کړي.

مظاهره کونکي د صدر اعظم نه غواړي چې د کار نه ځان گوښه کړي او نوي انتخابات وکړي. د سور کمېسو ډېرئ د پخوا ني صدر اعظم تاکسن شیناواترا چې په کال ٢٠٠٦ کې د قدرت نه لېرې کړئ شو ملاتړ کوي.

د سور کمیسو د تحریک مشران او ښاغلي شینا واترا پرون د ملگرو ملتونو په منځگړیتوب د حکومت سره د خبرو اترو غږ وکړ. حکومت د هغوی غوښتنه رد کړه او وایي چې دغه ناکرارۍ د ملک کورنۍ مسئله ده.

د روانې میاشتې په سر کې داسې معلومه شوه چې گواکي دواړه لوري روغې جوړې ته نږدې شویدي او صدر اعظم منلې وه چې انتخابات به د نومبر تر میاشتې پورې وشي. خو هغه وو چې خبرې اترې د مارچ دمیاشتې راهیسي د تشدد په باب د جنایي تحقیقاتود مسئلې په وجه قطع شوې.

XS
SM
MD
LG