د لاس رسي وړ اتصالات

سلنگ کې د لویدلې الوتکې لټون روان دی


سلنگ کې د لویدلې الوتکې لټون روان دی

سلنگ کې د لویدلې الوتکې لټون روان دی

<!-- IMAGE -->

د افغانستان په شمال کې د پامیر د هوایي شرکت د یوې الوتکې د لټونې هلې ځلې پرون د دوشبې په ورځ وختي پیل شویدي او نن د سه شنبې په ورځ یې هم ادامه لرله.

د افغانستان حکومتي او د ناټو د قواوو هیلوکوپترې نن د سه شنبې په ورځ په سیمې کې ګرځیدلې اوهڅه یې کوله چې د الوتکې د لویدلو ځای پیدا کړي.

پدغې الوتکې کې ټول 43 کسان سپاره وو چې شپږ تنه یې بهرنیان، پنځه تنه یې د الوتکې عمله او پاتې نور یې افغان مسافرین وو.

تر دې دمه دا نده معلومه چې څومره کسان به ژوندي پاتې وي.

یو شمیر افغان پولیس او د سیمې اوسیدونکي هم د غرونو په خوا خوځیدلي دي او د الوتکي لټول یې پیل کړیدي. خو رپوټ وایي چې باران او خرابې هوا د لټولو هلې ځلې یو څه سختې کړیدي.

د شپې لخوا د لټون هلې ځلې بندې وې.

افغان چارواکي وایي چې له یوې خوا دغه سیمه زیاته هسکه او ټیټه ده او له بلې خوا هلته زیاته واوره پرته ده نو ځکه پیاده ګرځیدل خورا سخت کار دی.

د پامیر د هوایي شرکت دغه الوتکه د کندزو ولایت نه د کابل په لور روانه وه چې ترۍ تمه شوه.

په کابل کې د برتانیې سفارت وایي چې درې تنه برتانویان هم پدغې الوتکې کې سپاره وو. همدارنګه امریکایي چارواکي وایي یو تن امریکایي تبع هم پدغې الوتکې کې سفر کاوه.

XS
SM
MD
LG