د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د افغانستان ـ امریکا اړیکې ډیرې پخې شوي


کرزی: د افغانستان ـ امریکا اړیکې ډیرې پخې شوي

کرزی: د افغانستان ـ امریکا اړیکې ډیرې پخې شوي

<!-- IMAGE -->

جمهور ریس کرزی د امریکا متحده ایالاتو ته خپل د تیری هفتی د سفر وروسته د سی شنبی په ورځ په کابل کی یو خبری کنفرانس ته په وینا کی د امریکایی چارواکو سره د خپلو لیدو کتو او خبرو په باب خبریالانو ته معلومات ورکړل په مجموعی توګه یی دا سفر ډیر بریالی وګڼه.

جمهور ریس کرزی وویل چی امریکا ته یی د تیری هفتی سفر دغه هیواد ته دده د تیرو سفرونو سره ډیر توپیر لره، دا ځل د امریکا د جمهور ریس په ګډون امریکایی چارواکو افغان هیات سره په هغو مسلو چی جمهور ریس کرزی د امریکا او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د نظر د اختلاف وړ مسلو کی یادی کړی دواړو خواو بحثونه وکړل او د بحثونو په پای کی امریکایانو د افغان اړخ نظر ومانه.

جمهور ریس کرزی په افغانستان کی د ملکی تلفاتو مسله، د مریکا د پوځ له خوا د شپی له خوا د کورونو د تالاشی مسله او د افغانستان په خاورهامریکایی زندانونو شتون د امریکا د حکومت سره د افغانستان د خکومت د اختلاف وړ مسلی وبللی وویل چی دا اختلافات اوس هوار شوي دي.

" پدی موافقه وشوه خصوصآ په هغه برخه کی چی عملی اقدام ترسره کیدلی شی تر څو د ۲۰۱۱ کال د جنوری د لمړی نه وروسته چی د روان کال د دلوی د لسمی سره برابره ده په بګرام کی د زندان انتقال افغانستان او د افغانستان حاکمیت ته پیل شی".

جمهور ریس کرزی وویل چی ډیر ژر به افغانستان او د امریکا حکومتونه په افغانستان کی په بشپړه توګه افغان حکومت تهد امریکایی زندانونو د سپارلولپارههیاتونه وټاکی او دغو هیاتو د خبرو په نتیجه کی به دغه ډول انتقال ته نیټه وټاکل شی.

جمهور ریس کرزی په خپلو خبرو کی د امریکا جمهور ریس پدی وستایه چی هغه په افغانستان کی د ملکی تلفاتو مسلی د یوی انسانی مسلی په توګه وینی وویل چی د امریکا د پوځ د هڅو په نتیجه کی په افغانستان کی د ملکی افغانانو مرګ ژوبله تر ډیره حده کمه شوی ده.

همدا شانجمهور ریس کرزی د امریکا جمهور ریس سره په افغانستان کی د سولی د ټنګیدلو په هکله خپلی خبری ډیری ګټوری وبللی وویل چی امریکا په یشپړه توګه په افغانستان کی د سولی د بهیر نه ملاتړ کوی .

جمهور ریس کرزی وویل چی د امریکا د سنا او کانګریس د استازو سره یید سولی ملی مشورتی جرګی د جوړیدلو په باب هم خبری کړی دی.

جمهور ریس کرزی وویل چی دغو استازو د سولی په راروانه جرګه کی د ښځو د ګډون په باب اندیښنی لرلی خو دغو استازو سره دلیدو کتواو هغوی تهپه جرګه کی تر ۲۰ فیصدو پوری د ښځو د خضور په باب د ډاډ د ورکولووروسته پدی برخه کی د هغوی اندیښنی لری شوی دی.

جمهور ریس کرزی په افغانستان کی د سولی د ټینګیدلو لپاره په یو دریمګړی هیواد کی د طالبانو ځینو مشرانوته د پنا ورکولوپهوړاندیز د امریکایی چارواکو سره د بحث په باب دیو خبریال پوهتنی ته په ځواب کی وویل چی پدی وړاندیز امریکایی چارواکو سره اصلآ خبری ندی شوی.

خو جمهور ریس کرزی دا ومنله چی دا ډول وړاندیز باندی په کابل کی څه موده دمخه خبری شوی ویجمهور ریس کرزی وویل چی یو هیواد په افغانستان کی د سولی د ټینګیدلو لپاره داسی وړاندیز کړی وه چی د طالبانو د مشرانو له خوا د جګړی نه د لاس په سر کیدلو په صورت کی دی یو اسلامی هیواد د طالبانو مشرانو ته پناه ورکړی .

جمهور ریس کرزی د دغه اسلامی هیواد نوم وانخست خو په مطبوعاتو کی دا هیواد سعودی عربستان بلل شوی دی.

جمهور ریس کرزی په خپل دغه خبری کنفرانس کی په کابل او ځینو نورو ښارونو کی د ایران په ضد د مظاهرو په باب د یوی پوهتنی په ځواب کی وویل چی د یو دوست هیواد په خلاف مظاهری سم کار ندی.

XS
SM
MD
LG