د لاس رسي وړ اتصالات

امريکا ته د ځان سره څه شی راوړی شی؟ - 2003-08-06


امریکا ته د ځان سره څه شی راوړی شئ؟ د امریکا د مهاجرت اداره تاسو ته په دې باره کې پنځه خاصې سپارښتنې لري: اول: امریکا ته د ځان سره د پیسو په راوړلو باندې هېڅ محدودیت نه شته. خو که څوک د ځان سره د لس زرو ډالرو نه زیاتې نغدې پیسې یا چکونه راوړي، نو بیا مجبور دی چه د گمرک مامورانو ته ووایي. که څوک دا کار ونه کړي نو کیدی شي چه پیسې یې ورنه ضبط شي. که څوک د بل چا سره یو ځای سفر کوي او د دواړو پیسې د لس زرو ډالرو نه زیاتې وي، نو بیا دې هم په ټولو پیسو د گمرک ماموران خبر کړي. د گمرک مامورانو ته د کرېډټ کارډ د خبر ورکولو ضرورت نه شته. دوهم: هر مسافر کولی شي د سلو ډالرو پورې تحفې بې محصوله د ځان سره راوړي. خو که څوک داسې تحفې راوړي چه قېمت یې د سلو ډالرو نه زیات وي، نو د سلو ډالرو پورې یې د گمرک نه معافېږي او د یو زر ډالرو پورې په نورو به یې درې فېصده (٪3) محصول ورکوي. دریم: ټول مساپر دې خبر وي چه که څوک په الوتکه، کښتۍ او یا د الوتکو په میدان کې په هغو دوکانونو کې یو شی واخلي چه د محصول نه معاف وي، هغه شی په امریکا کې د محصول نه نشي معاف کېدی. یو لیتر شراب، یو کارټن سگرټ، او یو کارټن سیگار د محصول نه معاف دي. په نورو به یې محصول ورکوي. خو که څوک دغه شیان د کارابین په هېوادو یا د امریکا مربوطو نورو سېمو کې واخلي، نو ډېر یې د محصول نه معاف کېږي. څلورم: هر قسم خواړه باید په گمرک کې مامورانو ته وښودل شي. سړی کولی شي هر قسم خواړه امریکا ته راوړي، خو هر شی باید چه معاینه شي او وکتل شي چه کوم مرض پکې نه وي. که څوک دغه ډول شیان چه امریکا ته یې راوړل ازاد هم وي د گمرک مامورانو ته ونه ښي، نو هغه ورنه ضبطېږي. پنځم: د کیوبا نه د سیگار او نورو شیانو راوړل که د خپل ځان دپاره وي او که تحفه وي منع دي.

XS
SM
MD
LG