د لاس رسي وړ اتصالات

Any Body Elses Heart - 2004-04-29


وېلېنډ هولى فاير ټرېسى برډ

که بېله ما د بل چا زړه واى

هغه کيسه غوندى که هېره نور يې مه يادوه نور د شرابو په پياله کى اوښکى مه څڅوه

هغه بيا ستا تر کوره نه راځى مينه اشنا نورى دى پښې د انتظارله لارى وهڅوه

او که دى زړه دى چى به بيا پر دغه لار تېرېږى نو په غلطه يې اشنا هغه بيا نه ستنېږى

دا څه ترخې ورځى د ژوند دى چى يې زه گالمه دلته دا زما په شانى زړونه هره ورځ ماتېږى

که د بل چا د زړه کيسه واى ما به سپينه کړلاى ما به دنکل په خوږو درته رنگينه کړلاى

چى پر دې لار باندى لښکري د غمونو راځي د زمانې په لاس مرهم د پرهارونو راځى

زه پوهېدم چى څنگه وښيمه سر د زمان خو که زما نه واى د بل چا واى د غمونو د استان

که د بل چا د زړه کيسه واى ما به سپينه کړلاى ما به د نکل په خوږو درته رنگينه کړلاى

خو اوس چى زما د شنه زړگي او د غمو کيسه ده يو څه تو پير لرى چى زما د زخمى شپو کيسه ده

د نويو ښکليو د لټون توصيې هېرى سولې نه يې زما زړه مني او نه د اورېدو کيسه ده

څومره هوښيار وم چى مى بل چا ته خبرى کړلې اوس چى پر ژبه څه راځى د لېونو کيسه ده

که د بل چا د زړه کيسه واى ما به سپينه کړلاى ما به دنکل په خوږو درته رنگينه کړلاى

ما به ويلاى چى لښکرى د غمونو راځى خو د زمان په لاس مرهم د پرهارونو راځى

زه پوهېدم چى څنگه روغ کړم په خبرو زړونه خو که زما نه واى او د بل واى دا درانه غمونه

که دا د بل مين د تورو زخمى شپو کيسه واى که دا د نورو زخمى زړونو د غمو کيسه واى

ما به ويلاى چى لښکرى دغمونو راځى خو دزمان په لاس مرهم د پرهارونو راځى

که دا دبل مين د تورو زخمى شپو کيسه واى که دا د نورو زخمى زړونو د غمو کيسه واى.

XS
SM
MD
LG