د لاس رسي وړ اتصالات

Till I Fell For You - 2004-04-29


تر څو ستا مینی مات کړم

ما په ژوند و فکر کړی چی زه سخره یم د غرونو تا می مات کړله هډونه تا کړم خاوری د دښتونو

لا غره په خپل قوت وم لا می زور د ځوانۍ پاته د توند باد په شانی راغلې زما تنه دی کړله ماته

لکه توند باد د دښتونو راغلې زما د کیږدۍ خواته نجلۍ زما زړگی دي یو وی زما دي مېنه کړه میراته

زه غره په خپل قوت وم ما اېل کړی مست آسونه پر یاغی غوایانو سپور وم په وهلی می دښتونه

ما ځوانان وه څملولی ما مات کړی وه هډونه په وطن کی مست زلمی وم ما تاو کړي وه برېتونه

که هر څو په ځان غره وم که هر څو ومه منلی گرانی زه هم په خپل ژوند کی یو دوه ځلی یم لوېدلی

ما ویل چی همدا بس دي بیا په ژوند کی نه غوزارېږم څو چی ستا د مینی ښکار سوم لوېدل څه دی اوس پوهېږم

پوهېدم په زور د مینی چی پخوا می سختی شپې دی مینه سخته لار یې گرانه او اغزنی یې شېبې دی

ځکه لیری گرځېدمه ستا د مینی له اورونو هسی نه په زړه زخمی سم ستا د غشیو له وارونو

زما د زړه تل ته دي یوړې سرې سکروټی ستا د مینی اوس می وس رانه پردی دی اوس به خورم د زړگي وینی

زه غره په خپل قوت وم ما اېل کړي مست آسونه پر یاغی غوایانو سپورم وم په وهل به می دښتونه

ما ځوانان وه څملولی ما مات کړي وه هډونه په وطن کی مست زلمی وم ما تاو کړي وه برېتونه

که هر څو په ځان غره وم که هر څو ومه منلی گرانی زه هم په خپل ژوند کی یوه دوه ځلی یم لوېدلی

ما ویل چی همدا بس دی بیا په ژوند کی نه غوزارېږم څو چی ستا د مینی ښکار سوم لوېدل څه دی اوس پوهېږم

په یوه کاته دی یووړ زما زړگی هغه غښتلی نور دی ځان لره غلام کړم پر وطن چی وم ښاغلی

تا د مینی بندیوان کړم ما کتې د تېښتې لاری چېرته زه یم چېرته تېښته را ته سختی دی کړې چاری

زه غره په خپل قوت وم ما اېل کړی مست آسونه پر ياغی غوایانو سپور وم په وهل به می دښتونه

ما ځوانان وه څملولی ما مات کړی وه هډونه په وطن کی مست زلمی وم ما تاو کړی وه برېتونه

که هر څو په ځان غره وم که هر څو ومه منلی گرانی زه هم په خپل ژوند کی یوه دوه ځلی یم لوېدلی

ما ویل چی همدا بس دي بیا په ژودن کی نه غوزارېږم څو چی ستا د مینی ښکار سوم لوېدل څه دی اوس پوهېږم.

XS
SM
MD
LG