د لاس رسي وړ اتصالات

Take me as I am - 2004-04-29


ما هغسى واخله چى يمه

گرانه نن چى دا ډېوه خاموشه نه کې راته وگوره چى تاته څنگه ښکارم

دا نن شپه راته ريشتيا خبرى وکه تش خيالونه وعدې نه درڅخه غواړم

د گلابو چى بستر راته جوړ نه کې پر بستر باندى وچېږي سره گلونه

زه د هغه چا له خولې نه ريشتيا غواړم چى غښتلى زړه لري سخى لاسونه

په کراره مى خپل زړه ته کي حضوره چى دا يم په دغه رنگ مى کړي منظوره

گرانه زه غواړم چى تاته در څرگند سي زما د زړه او د سينې د تل رازونه

زه ريښتونې مينه غواړم ترې به جار کړم په زرهاو په ميليون رنگه لفظونه

کلمات او احساسات راځى تېرېږي او يوه ريښتونې مينه ده پاتېږى

د گلابو چى بستر راته جوړ نه کې پر بستر باندى وچېږى سره گلونه

زه د هغه له خولې نه ريشتيا غواړم چى غښتلى زړه لرى سخى لاسونه

په کراره مى خپل زړه ته کي حضوره چى دا يم په دغه رنگ مى کړي منظوره.

XS
SM
MD
LG