د لاس رسي وړ اتصالات

افغانى بندیانو باندی  د نویو تیریوپه باب تحقیقات  - 2004-07-03


په افغانستان کی د امریکا پوځی مامورین وایی چه دوی پر بندیانو باندی د امریکایی عسکرو د نویو تیریو او ظلمونو په باب تحقیقات کوی . یوه پوځی نطاق د تفصیل د ورکولو نه ډه ډه وکړه مگر دا یی وویل چه د سمندری قوی د جنایی تحقیقاتو د څانگی له خوا تحقیقات روان دی . د امریکا د سمندری قوی د عسکرو مسولیت ددغی څانگی په غاړه دی. دی نطاق وویل چی د تحقیقاتو د نتیجی په اساس به ‏(‎ مناسب اقدام‏)‎ وشی. د عراقی بندیانو سره د چال چلند د خبر د خپریدو نه وروسته د متحده ایالاتو پوځی مقاماتو په افغانستان کی د خپل زندان په نظام باندی د پراخ غور او بیا نظر اچولو اعلان وکړ .

په افغانستان کی لږ تر لږه پنځه کسان د امریکا په زندان کی وژل شوی دی او پدی وختونو کی پوځ پس له هغه دوه نور تحقیقات هم پیل کړل چه پخوانیو بندیانو وویل چه دوی وهل شوی او جنسی تیری ورباندی شوی دی. تقریباً شل زره امریکایی عسکر په افغانستان کی اچول شوی دی .

XS
SM
MD
LG