د لاس رسي وړ اتصالات

د افغاني بنديانو د حالاتو په باره کي پلټنه پاي ته اورسيده  - 2004-07-08


په افغانستان کی د امریکایی پوځی قواو مقامات وایی چه د افغانی بندیانو د ژوندانه په باب یی خپلی څیړنی پای ته رسولی دی . دا پلټنه پداسی وخت کی وشوه چه پر امریکایی بندیانو تورونه لگیدلی چه افغانی بندیان یی شکنجه کړی او نارواوی یی ورسره کړی دی . خو د افغانستان د بشری حقوقو کمیسیون وایی چه ځینی امریکایی عسکر اوس هم د افغانی بندیانو سره بد سلوک کوی . د وی او ای خبریال مایکل کیچن پدی اړه یو رپوټ را استولی دی چه غټ ټکی یی وړاندی کیږی. په افغانستان کی د امریکایی قواو قوماندان دیود بارنو په می کی ددی عملیاتو امر چه اوس سر ته ورسیدل ورکړی و . هغه ویلی و چه په افغانستان کی دافغانی بندیانو حالت باید په ځیر وڅیړل شی .دا پلټنه د هغو تورونو په نتیجه کی پیل شوه چه افغانی بندیانو پر امریکایی عسکرو لگولی و . بندیانو دا هم ویلی و چه دوي عسکرو وهلی او بی عفته کړی و . د متحده ایالاتو د پوځی قواو نطاق وویل ددی څیړنو رپوټ امریکایی قواو قوماندان جنرال بارنو ته وړاندی شوی او ځینی برخی به یی د خلکو د خبرتیا دپاره خپری هم شی . هغه وویل چه ددی رپوټ نتایج به د امریکا کانگرس ته وړاند ی شی. جنرال بارنو ویلی چه ددی رپوټ نه به ددی بندیخانو د بهترولو دپاره کار واخستل شی .څارونکی پدی عقیده دی چه په تیرو کلونو کی پنځه افغانان د امریکاییانو په قید کی په شکنجو مړه شوی دی .

د افغانستان د بشری حقوقو کمیسیون وایی چه دوی سره داسی اسناد موجود دی چه په افغانستان کی په امریکایی زندانونو کی افغانی بندیان شکنجه شوی دی . کمیسیون د امریکایی قواو نه غوښتی چه ددوی کتونکو ته د امریکایی بندیخانو د لیدلو اجازه ورکړی . د متحده ایالاتو پوځی قواو یوازی د سره صلیب بین المللی کمیټی ته د بندیخانو د لیدلو اجازه ورکړی ده خو د پلټنو معلومات پټ ساتل شوی. د افغانستان د بشری حقوقو کمیسیون وایی چه د بندیخانو کره کتنه یو مثبت گام دی ، خو د بندیانو سره د ناروا او بد سلوک رپوټونه اوس هم خپریږی.

XS
SM
MD
LG