د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جمهوری ریاست انتخابات به د میزان په اتلسمه نیټه اوشی - 2004-07-09


د افغانستان مقامات وایی چه په هغه هیواد کی به د جمهوری ریاست انتخابات د میزان په اتلسمه نیټه چه د اکتوبر نهمه ده تر سره شی خو پارلمانی انتخابات به تر راتلونکی اپریله پوری وځنډول شی. د افغان او ملگرو ملتونو د انتخاباتو د گډ سمون دفتر ریس ذکیم شاه نن د جمعی په ورځ په تلویزیون کی دا اعلان وکړ. هغه وویل چه پارلمانی انتخابات به په دوه زره پنځم عیسوی کال د اپریل په میاشت کی تر سره شی. د جمهور ریس کرزی حکومت چه ملاتړ یی متحده ایالات کوی هیله لرله چه دا انتخابات یی د جون په میاشت کی تر سره کړیوای خو په هغه هیواد کی د امنیت ستونزی د انتخاباتو د دایرولو نیټه وځنډوله . طالبانو او د هغوی ملاتړ کونکی مخالفان گواښ کوی چه په افغانستان کی به لومړنی ازاد انتخابات گډووډ کی .

XS
SM
MD
LG