د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کوشش کوی چه د تروریزم پر ضد قوانین سخت کړی - 2004-07-13


د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت سکرتر عبدالرؤف چودری وایی چی په قوانینو کی تعدیلات به د تروریستی جنایتونو عبارات او تعریفات پراخ کړی او د تروریستانو د پاره به چی داسی جنایتونه کوی د بند سزا اوږده کړی . هغه وایی چی د نولس سوه اووه نوی یم کال د تروریزم ضد قانون کی تعدیلات به د جنایاتو د تورونو لیست غټ کړی او په هغو باندی به د پاکستان خاصی محکمې غور کوی . ښاغلى چودری وایی :

‏«‎ په قانون کی ځینی برخی چی پوره واضح نه دي موجودی دي ، او اوس موږ غواړو دا قانون تعدیل کړو تر څو چی د تروریزم په ارتباط ټولی دوسیې دغو خاصو محکمو ته راجع سی . ‏»‎

د خاصو محکمو هدف دادی چی ددوسیو په حل و فصل کی چټکی وشی او دتروریزم په ارتباط پېښي په یوه هفته کی فیصله کړای سی . مگر لکه څنگه چی ښاغلی چودری وایی اکثره داسی پېښي به استینافی محکمو ته راجع کیدلې چی هغوی فیصله وکړی چی لگیدلي تورونه د تروریزم په چوکاټ کی را تلاسی که نه . هغه وایی دی هیله لری حکومت به نوي تعدیلات ژر منظور کړی . په پاکستان کی په تیرو شپږو میاشتو کی د یاغیانو تروریستی فعالیتونه زیات شوی دي چی په هغوکی فرقه یی مذهبی تشدد او جنگ جگړې هم شاملي دي او په خارجی کارکونکواو دیپلو ماتیکی ادارو باندی حملې کیږی . د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت سکرتر ښاغلی چودری وایی په داسی حال کی چی پاکستان په خپله خاوره کی د تروریستانو د ریښو په غوڅولو کی پرمختگ کړی مگر جگړه لا په هیڅ صورت ختمه سوې نه ده او په آینده لنډه موده کی د تروریستانو د حملو امکانات موجود دي . هغه وایی :

‏«‎ دا یوه اوږده جگړه ده او موږ نه سو ویلای چی هغه دی ختمه سوې او تروریستان دی محوه سوی وی . موږ د نورو تروریستی حملو انتظار هم باسو .‏»‎

مگر هغه وایی حالات دومره خراپ هم نه دي لکه چی ځینی یې فکر کوی . هغه وویل چی یو مثال یې ددې میاشتی په سر کی په اسلام آباد کی د امریکا او برتانیې د سفارتونو موقتی تړل و چی شاید دې کارته به ضرورت نه و . د رپوټونو په اساس دغو سفارتونو ته د راکټی حملو د کیدو گواښ سوی و . کله چی د ښاغلی چودری ددې تبصرې په هکله د امریکا د سفارت نه پوښتنه وسوه نو دغه سفارت وویل چی په دې باب چی سفارت د امنیتی ملحوظاتو له کبله تړل سوی څه نه وایی .

XS
SM
MD
LG