د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو لس خارجی او اووه افغان کار کونکی  د غور د  ولایت نه راوایستل - 2004-07-15


ملگرو ملتونو د غور د مرکزی ولایت نه وروسته له هغه خپل کار کونکی راوایستل چی خلکو په هغه ولایت کی ددغی اداری له خوا د استخباراتو په جوړ شوی دفتر باندی حمله وکړه. د ملگرو ملتونو لس خارجی او اووه افغان کار کونکی په هلیکوپترو کی را وایستل شول . خلکو په چخچران کی د تلاشی په یوه پوسته کی د هغو شخړو او جگړوله کبله اعتراضونه کول چه حکومت عسکرو دوه محلی ملیشه سړی ووژل. د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی تیره میاشت دغه ولایت ته د ملی پوځ تقریباَ دوه سوه عسکر ولیږل چی هلته وروسته له هغه نظم او قانون برقرار کړی چی محلی جنگ سالارانو د غور د ولایت په مرکز چخچران باندی حمله وکړه او هغه یی ونیو. ښاغلی کرزی پرون یو فرمان خپور کړاو په هغه کی هغو ملیشو ته د سختو سزاگانو گواښ شوی چی د ملگرو ملتونو په ملاتړ د بی وسلی کیدو او د ژوندانه نورو چارو ته د ملیشو د استولو د پروگرام په مقابل کی دریږی د تیر کال نه راپدی خوا چی دا پروگرام شروع شوی تر اوسه پوری تقریباً لس زره پخوانی ملیشی بی وسلی شوی دی .

XS
SM
MD
LG