د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکی د خارجه وزارت مرستیال ریچارد ارمتج د افغانستان انتخاباتود تیاریو ستاینه وکړه  - 2004-07-16


د امریکی د خارجه وزارت مرستیال ریچارد ارمتج د افغانستان د راتلونکوریاست جمهوری انتخاباتو دپاره چه د اکتوبر په میاشت کی تر سره کیږی د تیاریو ستاینه وکړه او دا ژمنه یی هم وکړه چی د ازادو او کامیابو انتخاباتو دپاره چه په افغانستان کی د هوسا راتلونکی او دیموکراسی ضمانت کوی د افغانستان ملا وتړی . ښاغلی ارمتج دا خبری په کابل کی د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزی سره د لیدنی په وخت وکړی . د امریکی خاص استاذی په کابل کی د انتخاباتی چارود یوه دفترنه چه پکی د ملگرو ملتونو اوافغان کارمندان کار کوی لیدنه وکړه. په افغانستان کی د انتخاباتو دپاره د وروستیو حملو او گواښونو سره سره د لس ملیونو خلکو د جملی نه یعنی څلور برخو نه ددریو برخو خلکو نومونه ثبت شوی دی . طالبانو گواښ کړی دی چه دا انتخابات به گډ وډ کی . امریکایی قواو دراتلونکو انتخاباتو د امنیت ساتنی لپاره په افغانستان کی محافظوی نوی عملیات پیل کړی دی .

XS
SM
MD
LG