د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د انتخاباتود نيټى ټاکل ستايلى دى  - 2004-07-16


د ملگرو ملتونو امنیت شورا وایی د افغانستان د هغی پریکړی ستاینه کوی چه د ریاست جمهوری انتخابات یی اکتوبر پوری وځنډول او پارلمانی انتخابات یی هم د راتلونکی کال تر اپریله پوری معطل کړل . دتخنیکی اود حالاتو د معقولو معاذیرو له کبله ددی امکان ډیر کم و چه دا انتخابات پخپل لومړی ټاکلی وخت چه د سپتمبر میاشت ښودل شوی وه تر سره شوی وای . د ملگرو ماتونو د امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ ددی امید ښکاره کړ چه د اکتوبر په میاشت کی به راتلونکی انتخابات د دیموکراسی او هوسا ژوند دپاره اوچت قدم وی . جمهور ریس حامد کرزی د څو څو نورو کاندیدانو سره په راتلونکو انتخاباتو کی د ریاست جمهوری د چوکی دپاره کاندید دی .

XS
SM
MD
LG