د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبی اسیا هیوادونه په خپل منځ کى د تجارت د بهترولو کوششونه کوی - 2004-07-20


سږ کال د جنوبی اسیا هیوادونو دا دوه ورځنی غونډه چه هر کال د سیمه ایزو اسیایی هیوادونو تر منځ جوړیږی او د سارک په نامه یادیږی پداسی وخت کی پیل شوه چه د هند او پاکستان تر منځ روابط د کلونو کلونو نه را پدی خوا د لومړی ځل دپاره ښه شوی دی. د غونډی د پرانستلو په وخت کی د پاکستان صدراعظم چودری شجاعت حسین وویل د جنوبی اسیا د سیمی د سیاسی ثبات دپاره د هغه هیواد چمتو او لیواله دی چه د هند سره خپل روابط بهتره کی . هغه وویل زه غواړم د سارک د غونډی ټولو هیوادونو او نړی ته پوره ډاډ یقین ورکم چه پاکستان د هند سره سوله غواړی . د سارک په کلنی غونډه کی د هند او پاکستان تر څنگ د سارک نور غړی ملکونه لکه بنگله دیش ، بوتان، مالدیو ،نیپال، او سری لانکا هم گډون لری . ددی غونډو سلسله په نولسوه پنځه اتیایم کال کی پیل شوه تر څو د نړی پدی بی وزلو سیمو کی چه د خلکو نفوس یی هم زیات دی د یو بل سره اقتصادی مرستی زیاتی شی . خو د هند او پاکستان کړکیچ د اکثرو مسایلو په برخه کی د پرمختگ مخه نیولی ده . د پاکستان صدراعظم وویل پریږدی چه سارک د سولی او ترقی سمبول شی او په سیمه کی سوله او ثبات راشی. د هند خارجه وزیر نتور سنگ چه هغه هم دی غونډی ته ورغلی د پاکستان د خارجه وزیر سره گوری.

XS
SM
MD
LG