د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشکوکو جنگیالیو د افغانستان په جنوب کی یوولس افغانان وژلي دي - 2004-07-22


د طالبانو مشکوکو جنگیالیو د افغانستان په جنوب کی په یوه پټه حمله کی د حکومت طرفدار یوولس افغانان وژلي دي . مامورین وایی دا حمله د هلمند په ولایت کی شوې چی په کی د امنیتی چارو یو محلی قوماندان او د هغه لس پلویان وژل شوی دي . دا لا نه ده معلومه چی دا حمله چا کړیده ، مگر د فرانسې خبری آژانس د یو چا له قوله چی ځان یې د طالبانو نطاق معرفی کړی ویلی دی چی دا حمله طالبانو کړې ده .

د طالبانو رژیم په ٢٠٠١ کال کی د امریکا په مشری قواو ړنگ کړ . اوس د هغوی پاته کسان د کابل د حکومت سره چی امریکا یې ملاتړ کوی مخالف دي او هوډ یې کړی چی ملی انتخابات به چی په اکتوبر او اپریل کی کیدونکي دي گډ وډ کړی .

XS
SM
MD
LG