د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د خصوصی زندان درلودلو په تور محاکمه کیدونکی امريکايانو حفاظت  امریکا په خپله غاړه اخیستی دی  - 2004-07-22


په افغانستان کی د امریکا نظامی مامورین وایی چی امریکایی اردو په هغو درو امریکایانو کی چی د خصوصی زندان درلودلو په تور محاکمه کیږی ، د یوه حفاظت په خپله غاړه اخیستی دی . مگر دغو مامورینو لدینه انکار کړی چی دغو امریکایانو د امریکا د اردو سره کار کاوه . د ائتلاف د قواو یوه نطاق جگړن جان سیپ من نن وویل دغه بندی به د امریکا د اردو له خوا ساتل کیږی او اردو به د هغه نه تحقیقات وکړی ځکه چی هغه د یوه تروریست په توگه پېژندل شوی دی . واشنگټن ددغو درو امریکایانو سره چی نیول شوي هر راز روابط ردوی . په هغو کی یوه یې چی جاناتن ایډیما نومیږی پرون د کابل په یوه محکمه کی وویل چی دی او دده دوه نور ملگري دې ته چمتو دي هغه شواهد وښئی چی دوی د پنټگان سره په منظمه توگه په تماس کی وو . افغان مامورینو هغوی د جولای په پنځمه په دې تور ونیول چی دوی د څو نورو افغانانو په ملگرتیا په غیر قانونی توگه مشکوک ترورستان نیول او د هغوی نه یې تحقیقات کول .

XS
SM
MD
LG