د لاس رسي وړ اتصالات

په امريکا انتقاد شوى دى چى په عراق کى د ايران د يوى مخالفى ډلى ساتنه کوي  - 2004-07-27


ايران د امريکا په هغي پريکړى باندى سخت انتقاد کړى چى د ايران يوى تبعيد شوى مخالفى ډلى ته چى د واشنگټن له خوا تروريستى ډله بلل شوى ، په عراق کى د ساتنى او حفاظت اجازه ورکوى .

د ايران د بهرنيو چارو وزارت واي د امريکا ددى اقدام هدف د ژنيو د کانوانسيون د شرايطو او مقرراتو نه د تروريستانو د حفاظت د پاره کار اخيستل دي او دا ثابتوي چى امريکا د تروريزم سره په جگړه کى ”جدي نه ده” . تهران غواړي چى ددى ډلى مبارزين دي وروسپارل شي.

د امريکا اردو پرون وويل چى د مجاهدين خلقو ٣٨٠٠ تنو ته يى چى اوس د عراق په لويديځ کى په يو کمپ کى پراته دي ”د شخصي حفاظت او حراست ” دريځ ورکړى دى. مگر د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت يوه نطاق وويل چى دا کار د امريکا هغه فيصله نه بدلوي چى دغه ډله يى تروريستي سازمان بللى دى. هغه دا هم وويل د حفاظت او ساتنى دا دريځ ددى خنډ کيدلاى نه شي چى ددى ډلى غړي دي د تروريزم په ارتباط تعقيب او محاکمه نه شي.

XS
SM
MD
LG