د لاس رسي وړ اتصالات

بې سرحده ډاکټران د افغانستان نه وځی  - 2004-07-28


د بی سرحده داکترانو په نامه مرستی رسونکی موسسی د چهار شنبی په ورځ وویل چی په تیره میاشت کی ددی داری د پنځو تنو کار کونکو د وژل کیدو نه پس یی فیصله وکړه چی د نامعلومی مودی دپاره به په افغانستان کی خپل د خیریه چارو مرستی بندی کی . ددی موسسی دا پنځه تنه کارکونکی چی دری تنه خارجیان او دوه تنه افغان کار کونکی و په تیره میاشت کی د هیواد په شمال لویدیځه برخه کی چی امنیتی وضع یی د نورو سیمو په پرتلی ښه وی د سړک په غاړه د بم په ېوه ناڅاپی حمله کی ووژل شول. دا ډله وایی چی دوی پدی هم مایوسه شول چی د افغانستان دولت ددی پیښی نه وروسته صحیح تحقیقات ونکړل . د بی سرحده داکترانو په نامه موسسی خپل هغه شکایت بیا هم تکرار کړ چی ویل یی په افغانستان کی د امریکی په مشری د اییتلاف قواوی د بشری مرستو دوی او نورو غیر نظامی بشری مرستی کونکو موسسو ته مستقیم خطر پیښوی. د سږ کال د می په میاشت کی دی ډلی وویل چی د پی ار تی ‏( PRT)‎ تر نامه لاندی پوځی خیریه کار کونکی د مرستی په کارونو قبضه لگولی او د ولایتی مرستو په چارو کی مداخله کوی . دی موسسی اضافه کړه چی د پوځی او غیر نظامی یعنی ملکی بشری موسسو تر منځ د فرق د له منځه تللو نه وروسته هغه کسان او ډلی چی په افغانستان کی د پوځیانو د موجودیت سره مخالفت لری پر ټولو خیریه کار کونکو حملی کوی . په افغانستان کی د امریکایی قواو نطاق جگړن ( جان سپمن) د امریکایی قواو د بشری مرستو حمایت وکړ او ویی ویل چی دا مرستی د امنیت په برخه کی د پوځی مرستو په شان ضروری دی . هغه وویل دلته له هری خوا کمکونه روان دی او پوځ له لاری بشری مرستی یی هم یوه برخه ده . ځکه چی زمونږ په نظر د بیا ودانولو مسله د امنیتی مسایلو په شان مهمه گڼل کیږی. خو جگړن ( جان سپمن) د بی سرحده داکترانو هغی پریکړی په باب چی خپلی مرستی یی په افغانستان کی د نامعلوم وخت دپاره و درولی څه ونه ویل .

XS
SM
MD
LG