د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی یوموټر بم لږ تر لږه دوه کسه وژلی دی - 2004-08-07


په پاکستان کی پولیس وایی د کراچی په ښار کی دیوه موټر بم په نتیجه کی لږ تر لږه دوه کسه وژل شوی او دری نور سخت زخمی شوی دی. مقامات وایی دا بم نن د شنبې په ورځ سهار وختی دکرایی موټرو ځای ته نږدی چی د خلکو کورونه یی هم شا وخوا ته ډیر دی وچاودید . تر اوسه پوری چا ددی حملی مسولیت په غاړه ندی اخستی . په تیرو میاشتو کی په کراچی کی څو څو واری د بم حملی شوی دی . پولیسان ددی حملو پړه پر اسلامی تندروانو او د البقاعده د شبکی پر غړو باندی اچوی . په عین وخت کی پاکستان وایی چی د جمعی په ورځ یی د پنجاب د ایالت په مرکز لاهور کی د القاعده اتلس مهم غړی یی ونیول . دوی وایی پر ترورستانو باندی دا وروستی حملی د القاعده د شبکی د دوه تنو نیول شویو غړو یو د کمپیوترپه چارو کی ماهر پاکستانی تبعه نعیم نور خان او تانزانیایی احمد خلفان گیلانی نه د معلوماتو د لاس ته راوړلو نه وروسته وکړی.

XS
SM
MD
LG